۱- په طبیعي تیلو مو کوپړۍ مالش (مساج) کړئ. مالش په کوپړۍ کې د وینې جریان تیزوي او ستاسو د ويښتو بېخونه فعالوي چې ورسره مو نه یوازې د ويښتو د توییدو مخه نیول کیږي، بلکې ويښته مو تازه، ښکلي او صحتمند ښکاري.
تاسو هره ورځ د څو دقیقو لپاره خپله کوپړۍ پر لاس مساج (مالش ) کولی شئ.
د دې لپاره چې د کوپړۍ مساج مو نور هم ګټور شي، نو ځینې طبیعي تیل لکه د شړشم، زیتون او یا بادامو تیل ورسره وکاروئ او له دې تیلو سره د خپلو ويښتو بیخونه مساج کړئ.
۲- ښايي دا درته عجیبه ښکاره شي خو د اوږې، پیاز او یا هم زنجفیل څخه ایستلې اوبه د ويښتو پر بیخونو (کوپړۍ) مږل ستاسو ويښته تازه کولی او د غورځیدو مخه یې نیولی شي.
په یاد لرئ یو له دې څخه وکاروئ، هیڅکله یې سره مه ګډوئ .
تاسو کولی شئ چې د شپې له خوا د اوږې، پيازو او یا هم زنجفیلو څخه ایستل شوې اوبه پر کوپړۍ پریږدئ او سهار یې ووینځئ .
دا کار اسانه نه ده، خو ګڼو خلکو ترې ښه پایله ترلاسه کړې ده .
۳- شین چای؛ پر خپلو ويښتو شین چای ومږئ. شین چای انتي اکسیډنټز (anti-oxidants) لري چې د ويښتو د توییدو مخه نیسي او ويښته ورسره وده کوي.
تاسو کولی شئ دوه پاکټه شین چای په یوې پیالې تودو اوبو کې واچوئ. کله چې سوړ شو، پر ويښتو یې ومږئ. یو ساعت یې پریږدئ او وروسته یې ووینځئ. څو ورځې ددې چارې تکرار له یو شمیر کسانو سره مرسته کړې ده.
۴- پروتین لرونکي خواړه – هغه خواړه چې ډير پروټین لري په خپل خوراک کې شامل کړئ، د غوښې، ماهي، لوبیا او داسې نورو خوړو خوړل د ويښتو تویدل کمولی شي. د پروتین ترڅنګ ګڼ پروتین لرونکي خواړه ویټامین بي ۱۲ هم لري چې د ويښتو د سالمې ودې لپاره اړین دي .
۵- د هغه ويښتو خیال وساتۍ چې لرئ یې – لامده ويښته مه ږمنځوئ. پر خپل لمدو ويښتو ځان وچی (جان پاک) هم مه مږئ، همداسې یې پریږدئ چې خپله وچ شي او یا یې په جان پاک کې تاو کړئ او د وچیدو لپاره یو څه وخت ورکړئ .
۶- ستریس تشویش او اندېښنه د ویښتو د توییدو یو لوی سبب دی. د ستریس او اندېښنې د کمولو پر بیلابیلو لارو کار وکړئ او خپل اضطراب او اندېښنه کنټرول کړئ .
۷- ویټامینونه مو پوره کړئ. د ویښتو د سلامتۍ لپاره په وجود کې د ځینو ویټامینونه شتون ضرور دی . ویټامین ډي، ویټامین اې او د بي ویټامینونه د سالمو ویښتانو د لرلو لپاره ضرور دي . هڅه وکړئ داسې خواړه وخورئ چې له ویټامینو بډای وي .