واشنګټن او بغداد د امریکا په مشرۍ له عراقه د ایتلافي ځواکونو پر وتلو هوکړې ته رسېدلې دي.
رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې پر دې پلان په عمومي ډول هوکړه شوې، خو د دواړو هېوادونو د پلازمېنو وروستۍ تایید او د دغو ځواکونو د وتلو د نېټې اعلان ته اړتیا ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، چې ټاکل شوې سلګونه امریکايي پوځیان د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له عراقه ووځي او پاتې نور ځواکونه به هم د ۲۰۲۶ کال تر پایه دغه هېواد پرېږدي.
ویل کېږي چې دا هوکړه د بغداد او واشنګټن ترمنځ له شپږو میاشتو خبرو اترو وروسته لاسلیک شوې ده.
د دغو سرچینو په وینا، دا رسمي اعلان په اصل کې څو اوونۍ وړاندې پلان شوی و، خو په غزه کې د اسراییلو د جګړې په اړه د سیمهییز تاوتریخوالي د زیاتوالي او د ځینو پاتې جزیاتو د روښانه کولو له امله وځنډول شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې ښايي دا تړون په روانه میاشت کې اعلان شي.
رویټرز دا هم لیکلي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د اوږدمهاله امنیتي همکاریو او په عراق کې د یو شمېر امریکايي سلاکارانو د حضور د دوام لپاره یوې موافقې ته ورسېږي.