په دېوال یې لاس تکیه کړ، بل لاس یې هرې خواته وتپاوه، کوم څه یې پیدا نه کړل، مخته لاړه، د ژړا اواز شېبه په شېبه ورته نږدې کېده، د سلګې بړستن یې جګه کړه، ارامي شوه، تورپېکۍ سم له واره پرې غږ وکړ:
ــــ سلګۍ! ولې ژاړې؟
سلګۍ په اړخ واوښته او د بړستنې کونج یې په مخ ورکش کړ.
تورپېکۍ هم د بالښت په څنډه سر تکیه کړ، خو د سلګۍ غلې ژړا یې په غوږو کې انګازې کولې، سات وروسته یې د تیارې کوټې خاموشي د خور او خور په اواز ماته شوه، د ستورو خپل ستړی مزل پایته ورسوه او خپله دنده یې لمر ته وسپارله، لمر هم زړې وزرې په ټوله سیمه خورې کړې، خو د سلګۍ په زړه لا همغسې تیاره او چوپتیا وه، تورپېکۍ د اوږدو بڼو لاندې د سلګۍ وچو شونډې تر نظرتېرې کړې، په نه زړه یې پرې غږ وکړ:
ـــ لورې! سلیم ښه هلک دی، هغه ډېرې پیسې لري د ملکې غوندې ژوند به درته جوړ کړي.
د سلګۍ نرۍ شونډې په لړزېدو شوې او په غنم رنګ مخ یې رڼو اوښکو لارې جوړې کړې، تورپېکۍ د سلګۍ د اوښکو په لیدو سترګې را دګې شوې، خو هرې خواته په کتلو یې د اوښکو تویدو مخ ونیوله، ګړز شو د لرګینې دروازې ځنځیر په یوې او بلې خوا ټالونه وهل یو ناڅاپه په سلګۍ تور سیوری ولګېد په ناهیلي انداز یې د سیوري په ادامه پسې سرې سترګې پورته کړې چاغ او ټیټ سړي یې پر اوږه زور وکړ او ویې ویل:
ـــ ولې داسې ناسته یې لکه سل دې چې مړه وي، جګه شه خوشحالي وکړه سبا دې واده دی. د دې خبرې په اورېدو د سلګۍ له خولې بې واره چیغې ووتې او د پلار په پښو کې پرېوته پلاره داسې مه کوه، زه اوس واده نه کوم لا زما واده ته وخت شته، د سړي په تندې کې ګونځې دوه برابره شوې او د هغې له لاسو یې پښې لرې کړې له دمې پرته یې په خبره کې ورولوېد:
– چپ شه بې شرمې !!
چې بیا د غږ اوچت نه کړې تاته چا دا جرات درکړ چې د پلار پر وړاندې ودرېږې، د سړي یوه خبره وي سبا دې واده دی مخکې له دې چې تر ګونډو دې لاندې کړم له مخې مې ورکه شه!
د سلګۍ د زړه تنګون په څېر ټول ځایونه تیاره شول، ډول او سندرې پیل شوې، خو د سلګۍ لپاره دا د واده شپه، نه بلکې د انساني ژوند وروستۍ شپه وه.
د ناوې لاسونه او پښې سرې شوې، نجونو اټنونه کول، خو د سلګۍ د کوچنیو سترګو سپین د نکریزو په رنګ و دا د تورتمونو شپه لاپسې اوږدېده، سلګۍ له الله پرته بل هېچاته شکایت نه شو کولی.
په څنګ کې په عمر پخې ناستې ښځې ته یې وویل ترورې لا مې لاسونه او پښې نه دي وچ، مور ته خو مې غږ وکړه، ښځې سم له واره په جګ اواز وویل:
– تورپېکۍ راشه لورې دې غواړي!
تورپېکۍ په غوړو لاسونو د لور مخې ته ودرېده او زیاته یې کړه:
ــ ووایه سلګۍ لورې څه خبره ده؟
ناوې وویل:
ــ مور زه لمونځ کوم.
تورپیکې سلګۍ ته سترګې برګې کړې او غلي یې وویل
ــــ ستا لاسونه کله وچ دي بیا به لمونځ وکړې.
خو سلګۍ د مور د ټینګار سربېره جګه شوه او د نورو نجونو په مرسته یې ځان تر تشنابه ورساوه، اودس یې وکړ، سات وروسته یې له خپل سپیڅلي رب سره راز او نیاز وکړ او د بې وسۍ اوښې یې یو ځل بیا ګرېوان لوند کړ.
شپه په خلاصېدو وه، چې په بد کومي د ویر نارې وشوې، هلی راشئ راشئ کور مې ړنک شو، سلګۍ د مور په چیغه کوټه دوه ګامه کړه، دباندې یې د پلار په پښو کې پښه بنده شوه او مخې ته یې پرېوته.
له کور څخه د ژړاوو زوږ واته، اسد یې د روغتون په لور روان کړ، سلګۍ د پلار ناڅاپي ناروغۍ حیرانه او نوره هم غمجنه کړه، خو دا چې واده یې پاتې شو، خوشحاله وه له معایناتو وروسته ډاکټر وویل، چې په اسد د زړه حمله راغلې، خو اوس یې حالت څه ناڅه ښه دی. دوی په همدې خبرو کې وو چې بل ډاکټر غږ وکړ:
ــــ ناروغ د سلګۍ د لیدو غوښتنه کړې.
نجلۍ ورمنډې کړې او د پلار مخکې ته ودرېده، په ډک زړه یې د پلار لاس ونیو او ښې چیغې یې وکړې د پلار زېړرنګ ټه په کتو یې چیغو زور واخیست، پلار په سلګۍ غږ وکړ:
ـــ لورې تا نه غوښتل چې واده وکړې، خو ما د پیسو لپاره ته اړ کړې وې چې واده وکړې، نن راته معلومه شوه چې پیسې هره ستونزه نه شي حللولی، که نن زه مړ وای، پیسو زه نه شو ژغورلی، نوره ته مجبوره نه یې چې په زور واده وکړې چې تر څو دې خپله خوښه نه وي، هېڅکله دې په زور واده نه کوم.
سلګۍ د خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییده د پلارد لاس تر ښکلولو وروسته یې منډې کړې چې دا ښه زېری مور ته هم وکړي.