افغان لوري له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان پر صادراتي توکو لګېدلي سوداګریز محدودیتونه لرې کړي.
د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال له ګاونډیو هېوادونو دا هم غوښتي چې افغان سوداګرو ته له تاوان اړولو ډډه وکړي.
د هغه په وینا چې دوی هڅې کوي چې د سیمې له هېوادونو سره په ګډه همکارۍ سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان پر صادراتي توکو، په ځانګړې توګه پر تازه مېوو د ګاونډیو هېوادونو سوداګریز محدودیتونه زیات شوي دي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت مسوولینو له افغان کروندګرو او مالدارانو څخه د ملاتړ په موخه د پنځه کلن پلان د جوړېدو خبر هم ورکړی دی.
د معلوماتو له مخې چې د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه خلک د کرنې او مالدارۍ له لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.