د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د افغانستان د پنځو شمالي ولایتونو له یو شمېر روغتیايي مرکزونو سره یې د ۲۰ مټریک ټنه درملو او روغتیايي توکو مرسته کړې ده.
دې ادارې پرون (یکشنبې، سنبلې ۱۸مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په دې روغتیایي تجهیزاتو کې کیټونه، دستکشې او د عملیات لپاره وسایل شامل دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مسوولینو دا هم ویلي چې دا درمل او روغتیايي تجهیزات یې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ۱۱ روغتیايي مرکزونو او ۱۲ روغتونونو ته سپارلي دي.
ویل کېږي چې له دې مرستې به د درملنې پرمهال څلور زره ناروغان برخمن شي.
د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي وو چې د بدخشان له حوزوي روغتون سره یې د اته ټنه درملو مرسته کړې ده.
د یاد سازمان د راپور له مخې چې له دغو مرستو به د دریو میاشتو په موده کې له ۳۰ زرو ډېر کسان استفاده وکړي.
د ویلو ده چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان روغتیايي سیستم، د روغتیايي مرستو د بندېدو، د بودیجې او درملو کمښت له امله زیانمن شوی دی.

























































