د وینتام رسنیو خبر ورکړی چې د یاد هېواد په شمال کې د طوفان له امله ۲۴ کسان مړه او ۲۹۹ نور ټپیان شوي دي.
ویتنامي رسنیو د یاد هېواد چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا پېښه پرون (شنبې، د سنبلې ۱۸مه) د یاد هېواد په شمال کې د شدید ورښت پرمهال شوې ده.
د یاد هېواد چارواکو دا په یوه لسیزه کې هلته تر ټولو زورور طوفان بللی دی.
د راپورونو له مخې چې د دې طوفان پرمهال په نږدې درې میلیونه کسانو برېښنا پرې شوې او له ۱۱۶ زره هکتاره ځمکه او مېوې یې له منځه وړې دي.
ویل کېږي، دغه طوفان د څلورو هوایي ډګرونو د بندېدو او الوتنو د لغوه کېدو لامل شوی دی.
د ویلو ده چې له غرمې وروسته د دې زورور طوفان سرعت په یو ساعت کې ۱۴۹ کیلیو متره ښودل شوی دی.
بلخوا د ویتنام د هواپېژندنې ادارې د یاد هېواد په شمالي او یو شمېر نورو سیمو کې هم د ځمکې د ښویېدو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.