عکس: ارشیف
د لوګر ولایت په «برهکي برک» ولسوالۍ کې د یونیسف لخوا د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې دا شبکه چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف په مالي ملاتړ جوړه شوې او ۴۴۳ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د مسوولینو په وینا چې د دې شبکې د جوړېدو چارې په تېرو نهو میاشتو کې بشپړې شوې او تازه ګټېاخیستنې سپارل شوې ده.
په ورته وخت کې د دې سیمې اوسېدونکو د څښاک اوبو د دې شبکې په جوړېدو خوښي ښودلې او د ورته نورو پروژو د پليکېدا غوښتنه یې کړې ده.
د ویلو ده چې یونیسف تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د څښاک اوبو شبکې جوړې کړې دي.
د څښاک اوبو د شبکو دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په تېرو وروستیو کلونو کې د وچکالۍ او اقلیمي بدلون له امله د څښاک پاکو اوبو ته د هېوادوالو لاسرسی سخت شوی دی.























































