د مالیزیا پولیس وایي، په یاد هېواد کې یې د یو خیریه بنسټ له پټنځایونو د نجونو په ګډون هغه ۴۰۲ ماشومان او تنکي ځوانان ژغورلي چې د جنسي استفادې لپاره ساتل کېدل.
سي ان ان راپور ورکړی چې د دغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ژغورلو عملیات پرون (چهارشنبې، سپتمبر ۱۱) د مالیزیا په څو ښارونو کې پیل شوي او تر ۱۷۰ زیات کسان یې له قربانیانو سره د ناوړه چلند په تور نیولي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د مالیزیا پولیسو لخوا د یوې سوداګریزې ډلې اړوند شاوخوا ۲۰ استوګنځایونه پلټل شوي او له ۱ تر ۱۷ کلنۍ پورې ۴۰۲ قربانیان ژغورل شوي دي.
د قربانیانو د فزیکي حالت په اړه لومړني راپورونه ښیي چې دوی جنسي تیري شوي او ډېری یې له رواني ستونزو سره لاس و ګریوان دي.
د مالیزیا د پولیسو عمومي مفتش «رازارودین حسین» څرګنده کړې چې په ژغورل شویو ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې ۲۰۱ هلکان او ۲۰۱ نجونې دي چې عمرونه یې د ۱ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي.
د ویلو ده چې له يادو ماشومانو د ناوړه استفادې په تور د ۶۶ نارینه او ۱۰۵ ښځو په ګډون ١٧١ کسان نيول شوي دي.