د استرالیا حکومت پرېکړه کړې چې د دغه هېواد ماشومان له ټولنیزو رسنیو بېبرخې کړي.
استرالیایي حکومت ویلي چې ټولنیزې رسنۍ د ماشومان پر ذهن او راتلونکې منفي اغېز کوي، او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې خپل ماشومان له ټولنیزو رسنیو لرې وساتي.
د یاد هېواد چارواکو دا خبرداری هم ورکړی چې له دې قانون څخه د سرغړونې په صورت کې به د ماشوم سرپرست جریمه شي.
د استرالیا روغتیايي چارواکو تر دې وړاندې هم ټینګار کړی چې ټولنیزې رسنۍ د ماشومانو ژوند ګواښي او باید زیات استعمال ته پرېنښودل شي.
د ویلو ده چې په استرالیا سربېره د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارول ښه نه دي بلل شوي او پر لاسرسي یې د بندیز غوښتنې شوې دي.
بلخوا روغتیايي کارپوهانو هم د ځیرکو مبایلونو استعمال د ماشوم لپاره ګواښوونکی بللی دی.























































