پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان ایالت د ډبرو سکرو په یو کان کې د ګازنیونې له امله پنځو افغان کان کیدونکو ژوند بایللی دی.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې چې دا پېښه پرون (شنبې د سنبلې ۲۴) د بلوچستان ایالت په «هرنای» سیمه کې شوې ده.
ځایي چارواکو ویلي چې په قربانیانو کې دوه وروڼه هم شامل دي.
د ډبرو سکرو دا کان د یو کس شخصي ملکیت بلل شوی.
د ډان ورځپاڼې په راپور کې دا هم ویل شوي چې تر دې پېښې وروسته د کان مسوولین د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

























































