د نایجریا په شمال لویدیځ کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۶۴ کسان لادرکه شوي دي.
د سيانان نن (یکشنبه د سنبلې ۲۵مه) راپور ورکړی چې د شنبې په سهار د «ګومي» ښار ته څېرمه کرنیزو ځمکو ته د سیند څخه د تېرېدو په حال کې د لرګیو یوه کښتۍ چې ۷۰ تنه بزګران په کې سپاره وو، ډوبه شوه او ۶۴ تنه یې لادرکه شول.
ویل کېږي چې سیمه ییزو چارواکو په چټکۍ سره اوسیدونکي د ژغورنې عملیاتو لپاره راټول کړل او له دریو ساعتونو وروسته یې شپږ ژوندي پاتې کسان له اوبو څخه را ایستلي دي.
د نایجریا یوه چارواکي دا پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې تر دې وړاندې هم په دغه ځای کې ورته پېښه شوې وه.
هغه زیاته کړه چې د بیړنیو حالاتو ټیمونه د نورو ژوندي پاتېشویو موندلو په هیله خپلې پلټنې ګړندۍ کوي.
د نایجیریا حکومتي چارواکي ویلي چې له ۹۰۰ څخه ډیر بزګران هره ورځ د سیند څخه تیریږي ترڅو خپلو کروندو ته لاسرسی ومومي.

























































