د غزني روغتیایي مسوولینو په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره د «تور زېړي» د درملنې لپاره د یو روغتیايي مرکز د فعالېدو خبر ورکړی دی.
د غزني د عامې روغتیا رییس، داکتر ځیرک رنځورمل پرون (یکشنبې، د سنبلې ۲۵مه) ویلي چې دا روغتیايي مرکز د څلور سوه زره ډالرو په ارزښت د پرمختللو وسایلو په لرلو سره فعال شوی دی.
د غزني د روغتیايي مسوولینو په وینا چې د دې مرکز په جوړېدو سره په وړیا ډول د تور زېړي ناروغانو درملنه کېږي.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې په غزني کې د تور زېړي د تشخیص او درملنې لپاره داسې یو روغتیایي مرکز پرانیستل کېږي.
بلخوا د روغتیا وزارت مسوولینو «له تور زېړي سره د مبارزې» نړیوالې ورځې په رارسېدو سره ویلي چې له پروسږ کال راهیسې په هېواد کې د تور زېړي ۱۵ زره پېښې ثبت شوې دي.