ژباړه: شکېبا نادري
امېنداوري یو حساس او ستونزمن پړاو دی، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د وینې، ویټامینونو، کلیسم او داسې نورو له کموالي سره مخ وي، د دې ستونزو د حل او د امېندوارو ښځو لپاره د تورو انګورو ګټې دلته لوستلی شئ.
۱ – د وینې د کلسټرول کنټرول؛
تور انګور چې د رسوراټرول سرچینه ده د تورو انګورو خوړل د امېندوارو ښځو د وینې کلسټرول کنټرول او کموي.
۲ – د ستړیا، سټرس او بېحالۍ مخنیوی؛
د تورو انګورو تر ټولو اړینه ځانګړنه دا ده چې د امېندوارۍ پرمهال کولی شي د بې حالۍ، ستړیا او سټرس مخنیوی وکړي، پر دې سربېره مطالعاتو ثابته کړې ده چې په اندازه او د ډاکټر له ویلو سره سم د تورو انګورو خوړل د امېندوارو ښځو د حافظې د ښه والي، د لیدلو پیاوړتیا، تمرکز او په بدن کې د مغزي وینې د نارمل جریان لامل کېږي.
۳ – د بدن د میکروبي کېدلو مخنیوی
په تورو انګورو کې د مکروبي کېدلو ضد ځانګړنه د دې لامل کېږي چې د امېندوارو ښځو په بدن کې د میکروب ښکارکېدلو او په دې پړاو کې د عضلاتو له درد څخه مخنیوی کوي.
۴ – د وینې د کمښت مخنیوی
دا مېوه د ښځو په وینه کې د هموگلوبین په جوړولو سره د امېندوارو ښځو د وینې د کمښت د درملنې په برخه کې ډېره ګټوره ده.
په مور سربېره د امېندوارۍ پرمهال د تورو انګورو خوړل د ماشوم لپاره هم ډېرې ګټې لري چې له ځینو یې په لاندې ډول یادونه کوو.
۱ – د عصبي سیسټم پیاوړتیا
په انګورو کې شته سودیم د ماشوم د فعال عصبي سیسټم په وده کې مرسته کوي.
۲ – سالم لید
ویټامین A او د فلاونول په نوم یوه معدني ماده ده چې په ماشومانو کې د لیدو مسوول دي چې دا دواړه په انګورو کې شته دي.
۳ – سالم زړه
په انګورو کې د رسوراټرول په نامه شته معدني مواد د مور کلسټرول تنظیموي چې په پایله کې د ماشوم د زړه د سلامتیا ژمنتیا کوي.