د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سوېلي افریقا ملي لوبډلې ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
په نننۍ لوبه کې توپوهنه سوېلي افریقا پیل کړه، او افغان لوبډلې ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۷ منډې هدف وټاکه. افغان لوبډلې یاد هدف ته په رسېدو سره په لومړي ځل سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه.
د ویلو ده چې د توپوهنې په برخه کې فضل الحق فاروقي څلور، الله محمد غضنفر درې او راشد خان دوې ویکټې ترلاسه کړې، او په توپوهنه کې د افغانستان لپاره ګلبدین نایب ۳۵ او عظمت الله عمرزي ۲۵ منډې جوړې کړې.
ټاکل شوې چې د دې لوبلړۍ دویمه لوبه د روانې سنبلې میاشتې په ۳۰مه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې وشي.