د وردګو مسوولین وایي، د یاد ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۴۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یو استنادي دېوال د جوړېدو کارونه شروع شوي دي.
د یاد ولایت د سندیزې حوزې مسوولینو ویلي چې دا دېوال د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ جوړېږي او چارې به یې د سږ کال تر پایه بشپړې شي.
د مسوولینو په وینا چې په دې استنادي دېوال د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد او تنګي سیمو کې د ۲۴۸ زره ۷۰۰ ډالرو په لګښت جوړېږي.
تر دې وړاندې هم د ځینو نړیواله مرستندویه ادارو لخوا په یو شمېر ولایتونو کې د ورته پروژو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د ویلو ده چې په هېواد کې د ورته پروژو تر څنګ د اوبو د ذخیرې لپاره لسګونه چیکډیمونه او کوچني بندونه هم جوړ شوي او د ځینو د رغولو چارې یې روانې دي.























































