ژباړه: حسیب نورمل
که د کور په کار، کارځای او یا سفر کې ژر ستړي، خسته او له رواني فشار سره مخ کیږئ، نو یو څه وخورئ. ښايي ستاسو ستړیا او رواني فشار له دې امله وي چې څه مو نه دي خوړلي.
ډاکټر رامزي په خپل کتاب «د خوشالۍ رژیم» کې لیکلي، “انسان چې کله وږی شي نو د وینې قند(گلوکز) یې کمیږي، نو له همدې امله د ستړیا، خستګۍ له یا د رواني فشار احساس کوي.”
نومړی هغو کسانو ته توصیه کوي چې د کار او یا فزیکي فعالیت په وخت ژر ستړي او خسته کیږي، نو یو پسکیت، یا یو کېک او یا هم د وچې ډوډۍ یوه ټوټه د له یو ګیلاس اوبو، یو پیالې شیدو او یا هم له یوې پیالې چایو سره نوشي جان کړي، چې په دې سره به یې ستړیا او رواني فشار له منځه لاړ شي.