د کندز د پوهنې ریاست مسوولینو وایي چې په یاد ولایت کې د ۱۶٫۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یونیسیار دفتر د ښوونځي یوه ودانۍ جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې دا ودانۍ ٨ درسي خونې، یو کمپیوټرلب، ٢ اداري خونې، احاطوي دېوال، د لمریزې برېښنا سيسټم، شنه ساحه، د اوبو رسولو شبکه، د زدهکوونکو لپاره د لوبو ميدان او نورې اړوندې اسانتیاوې لري.
بلخوا د دې سیمې اوسېدونکي د ښوونځي لپاره د دې ودانۍ جوړېدو ته خوښ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې هلته ورته نورې پروژې هم عملي کړي.
تر دې وړاندې هم د بېلابېلو نړیوالو مرستندویه ادارو لخوا لسګونه ښوونځیو ته معیاري ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د ویلو ده چې لا هم د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې ګڼشمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي په ازاده فضا یا خېمو کې زدهکړې کوي.