د وایفا موسسې مسوولین وایي چې د پکتیکا په اومنه، جانيخېل، خیرکوټ، یحییخیل او ډیله ولسوالیو کې د یادې موسسې لخوا د شپږو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي.
د دې ادارې په فېسبوکپاڼه لیکل شوي چې د وایفا موسسې عمومي رییس «شېراحمد فیضي» او ورسره ټیم په یاد ولایت کې د هغو شپږو ښوونځیو له چارو لیدنه کړې چې د یونسیف نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د وایفا موسسې لخوا جوړېږي.
وايي، په دې سفر کې وایفا مؤسسې د پروګرامونو مدیر، ښاغلي مطیع الله ځلاند، د یادې پروژې مدیر انجینر مدیر احمدزی او د وایفا مؤسسې تخنیکي ټیم هم د دې موسسې له عمومي رییس سره ملتیا کوله او د ښوونځو ساختماني چارې یې له نږدې څارلې دي.
د وایفا موسسې مسوولینو دا هم ویلي چې په دې سفر کې د ښوونځیو له روانو چارو څخه د لیدنې پرمهال قراردادي شرکتونو ته د تخنیکي ټیم لخوا لازمې سپارښتنې شوې دي.
د ویلو ده چې وایفا موسسه د ښوونیزو زیربنا ملاتړ ته په ژمنتیا سره د زدهکړې او زیربنايي چارو په برخه کې فعالیتونه کوي.