د کندهار مسوولینو د یاد ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا شبکه د پنجوايي ولسوالۍ په سالګزو کلي د میډر موسسې په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې په دې شبکه ۴٫۵ میلیونه افغانۍ مصرف شوی او شاوخوا ۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
تر دې وړاندې هم د بهرنیو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ په یو شمېر ولایتونو کې د څښاک اوبو شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څو کلونو وچکالۍ له امله د هېواد په ډېرو سیمو کې د څښاک اوبو ته لاسرسی سخت شوی او هېوادوالو د ناروغیو د مخنیوي په موخه د ورته شبکو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

























































