د بهرنیو ليکوالانو ليکنې ځوانان د مختلفو کلتورونو او د هغوی د ارزښتونو سره آشنا کوي، چې د دوی د اجتماعي شعور او ټولنيزو مسایلو په اړه پوهه زياتوي.
د غرب ادبياتو موضوعات افغان ځوانانو ته د احساساتو او هويت د کشف زمینه برابروي چې هغوی سره مرسته کوي، تر څو د نړۍ د ادبیاتو اړوند خپل معلومات زیات کړي، خو له بده مرغه زموږ ځوانان له دې څخه بېخبره دي چې هغوی ليکنې د خپل هغه ذهنیت اړوند لیکي چې له خپل چاپېريال څخه یې اخیستې وي.
په ټوله کې د کفري عالمانو فکر دا دی چې هر څه د یو خیال په بڼه دي او ټول فکر یې دغه نېمګړې دنیا پورې تړلی دی، خو په اصل کې ژوند او لیکل شوي څیزونو بڼې باید دا رنګ رسامي شي چې په حقایقو سمبال وي او د اسلامي ټولنې فکر د یو خیال په ټال کې ونه زنګوي، بلکې د اسلامي ځوانانو فکر د يو ليکل شوې بڼې په څېر نسلونو ته پاتې شي او خپل فکرونه د ژوند په خبرو نه، بلکې عملي بڼې په څېر تېر کړي.
ډېری ځوانان او نجونې په مجازي نړۍ کې يو غر له بل غره سره جنګوي، کومې لیکل شوې کرښې چې له نورو سره شریکوي، پر ځان یې یوه ذره هم نه عملي کوي. په مجازي نړۍ کې به د افلاطون، سقراط او داسې نورو کافرو پوهانو خبرې را ژباړي او یا به یې کاپي پيسټ کوي، مګر د عملي بڼې څرک به يې په ورځني ژوند او چارو کې نه بریښي.
د پورته ذکر شوو خبرو، موخه دا نه وه چې دا ډول ژباړې مکوئ، يا يې مه شریکوئ، خو هغه څه چې اړین دي دا دي، کله چې د غرب پوهانو ليکنې لولئ، کفري او فلسفي متنونه يې لولئ، مطالعه کوئ یې او مجازي پاڼو کې یې نشروئ، همدا کافر پوهان دا خبرې یوازې له خپلو تجربو نه کوي، بلکې له قران الکریم، مبارکو احادیثو او داسې نورو اسلامي کتابونو څخه یې مطالعه کړې دي. دا ځکه چې هغوی داسې ثابت کتاب نهلري چې له هغه څخه ګټه واخلي، البته د مسیحیت او یهودیت پیروانو خپله پرخپلو دیني کتابونو کې خورا زیاتې ګوتې وهلې دي. همدا کفري عالمان د زبور او انجیل یو حافظ نه لري. له دوی څخه هم ورک دي چې اصلي کتاب او ښه ګټور به یې کوم یو وي، نو همدغه راز په سوونو کالونه وشول چې کفري نړۍ زموږ له منابعو په غلا ګټه اخلي، مګر موږ او تاسو ته له کوره تر مدرسې او ښوونځي ايښي دي، خو ګټه مو ترې وانخیستله. دادې افسوس ځای دی چې قران الکریم د هر يوه په مبايل کې موجود دی، خو د لوستلو توان يې نهلري او نه هم ترې ګټه اخلي، مګر برعکس کفري نړۍ پر همدغو ديني منابعو باندې ځان او خپل هېواد جوړ کړ، موږ لا ناست یو په فیسبوک او نورو مجازي پاڼو کې ایله خپل خیالات ولیکو او یو بل پرې غمجن کړو. ځینو خلکو خو بیخي کار ورته ویلای چې، يو، دوه، درې ټکي فارسي او انګليسي یې زده کړې، بس کوچني بېمانا متنونه ژباړي او د خپل لایک او کمنټ لپاره یې نشروي.
خوشحال يم د هغو خلکو په حال چې سپېڅلي ایتونه او احادیث را ژباړي او د اسلامي امت د بقاء او د فکري جګړې لپاره يې دغې ټولنې ته وړاندې کوي. دا خيالات نه دي، بلکې د دې ټولنې ترخه حقایق دي، نو ځوانانو راځئ چې خپل فکر داسې جوړ کړو چې پر خپلو ویلو او ليکل شویو متنو کې داسې کلمات ځای پرځای کړو چې د خیال زانګو یې ډېر ونه خوځوي، پر حقیقت او اسلامي فکر ولاړ وي.
ښه به دا وي چې قلم مو د پيسو نه، بلکې د دغې ټولنې د کمبختیو څخه د ژغورولو سبب وګرځي، دا نه چې خپل ضمیر د څو ټنګو لپاره خرڅ کړو.