ژباړه: حسیب نورمل
ایا درس په مو په یاد نه پاتې کیږي؟ ایا د ژوند ځینې پېښې او خاطر مو په یاد نه دي پاتې؟ ایا ځینې خبرې مو ژر هیریږي؟ که داسې وي نو ستاسو حافظه کمزورې شوې ده. تازه څېړنې وایي د حافضې ضعیف کېدای دوه لاملونه د«منظم ورزش او په کافي اندازه خوب» نه کول دي.
منظم ورزش: مشهوره خبره ده سالم ذهن په سالم بدن کې وي، څه چې د جسم لپاره ګټور وي د ذهن لپاره ګټور هم دي، ورزش په ټوله کې فزیکي فعالیت د ذهن په پیاوړتیا کې درسره مرسته کوي، منظم ورزش حتا که هغه پلی تګ هم وي د حافظې د تقویت لپاره زیات ګټور دی.
کافي خوب: د حافظې د کمزورۍ یو ستر لامل کم یا غیر منظم خوب کول دي؛ هغه چې د ذهنی کمزورتیا یا د حافظې له کمزورۍ څخه ځوریږي، باید په منظم ډول له اوو نه تر نهو ساعتونو پورې په منظم ډول خوب وکړي.