د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په نږدې راتلونکې کې به په تخار، هرات، غزني او بغلان ولایتونو کې د اوبو د څلورو لویو بندونو د جوړېدو چارې پیل شي.
د یاد وزارت سرپرست، عبدالطیف منصور پرون د زابل د «تورې بند» د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دا بندونه د اسلامي امارت د مشر په امر جوړېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د مسوولینو په وینا، چې د دغو بندونو چارې به نږدې راتلونکې کې پیل شي.
یاد وزارت د اوبو د مدیریت په برخه کې د سرپرست حکومت د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اوسمهال په هېواد کې د ۶۰۰ میګاواټه برېښنا پر تولید کار روان دی.
تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې د سیلابي اوبو د کنترول په موخه یو شمېر کوچني بندونه ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې په هېواد کې د ډېرو سترو برېښنابندونو څخه د کرنیزې ځمکې د خړوبولو استفاده هم کېږي.























































