د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) یو ځل بیا پر مخابراتي شبکو غږ کړی چې ټول فعال سیمکارتونه ثبت او راجستر کړي.
دې ادارې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې ۲۵ میلیونه سیمکارتونه فعال دي، چې په دې کې تر اوسه ۱۲٫۵ میلیونه ثبت شوي دي.
اترا له مخابراتي شبکو غوښتي چې د ټولو فعالو سیمکارتونو د ثبت لړۍ ته دوام ورکړي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم دې ادارې تر دې وړاندې هم د سیمکارتونو پر ثبت او راجسترولو ټینګار کړی و.
په ورته وخت کې یو شمېر هېوادوالو د سیمکارت د ثبت پر پروسې خوښي ښودلې، خو له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د انترنټي خدمتونو بیې راټیټې کړي.
د سیمکارت ثبت او راجستر کول د امنیتي او جنايي پېښو د مخنیوي او همداراز د ځينو شبکو لخوا د ځانګړو وړاندیزونو لپاره مهم بللي شوي.
د ویلو ده چې اوسمهال په هېواد کې د MTN په ګډون د ځینو مخابراتي شبکو له کمزورو خدمتونو هم شکایتونه کېږي.

























































