د پښې لویه ګوته یې په لندو خاورو ککړه وه، د نوک له سر څخه یې څاڅکی څاڅکی وینې څڅېدې، په چاودو لاسونو یې د لوپټې پیڅکه راټوله کړه، د نرۍ ونې، په ژور منځ کې یې لاس تکیه کړ او په ونه یې ملا ولګوله، د ټپی نوک په تازه ټپ یې لاس تېر کړ. د ونې ترڅنګ پرته ټوټه پر لاس کش کړه، شېبه وروسته د موټر غور شو او د کلینر له اواز سره سم د حبیبې په ګډون دوه، درې ښځې موټر ته جګې شوې، د حبیبې له مخې په تېزۍ ونې تېرېدې، د ونو چټک مزل ته چورت وړې وه چې ناڅاپه پرې غږ وشو:
ــ ترورې کرایه دې راکړه!
حبیبې د کلینر په خبره ځان ناګاره واچاوه، بیا یې د ونو په خوا مخ واړوه، کلینر په غوسه ناکه لهجه وویل:
و ترورې تاته وایم کرایه دې راکړه!
د اوږده موټر ټولې ناستې سپرلۍ د حبیبې او کلینر ننداره کوله.
حبیبې غلي وویل: زویه اوس خو راسره پیسې نشته، ژمنه کوم چې پیسې پیدا کړم هرومرو دې کرایه درکوم.
کلینر سم له واره چیغې پیل کړې:
ـ موږ هم د پینځو روپیو لپاره راوتلي یو، چې پیسې نه لرې، له کور څخه مه راوځه، چې پیسې نه وې درسره ولې موټر ته جګېدې؟
حبیبې آه وکړ او کلینر ته یې وویل:
ـ زویه!
زه سوالګره نه یم، زه د پینځو هغو یتیمانو مور یم چې دوې ورځې یې ډوډۍ نه ده خوړلې، ټوله شپه یې د لوږې له زوره خوب نه دی کړی، دې مجبوریت اړ کړې یم چې له کور څخه ووځم او خپلو یتیماتو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.
د حبیبې د خبرو په اورېدو په اوږده موټر کې ګڼه ګوڼه شوه او شته سپرلۍ د خپل توان په برابر د حیبیې په شکېدلې لوپټه کې لس او شل افغانۍ واچولې، موټر همداسې روان و کله ناکله به د حبیبې خیریوسي او ژړا د خلکو له غږونو لوړ شو.