د پاسپورت لوی ریاست هېواد ته له راستنو شویو هېوادوالو غوښتي چې تر بیا سفر وړاندې خپل نوي پاسپورتونه ترلاسه کړي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، “هغه هېوادوال چې مخکې یې په بهرنیو هېوادونو کې د سټېکر په واسطه خپل پاسپورټونه تمدید کړي او اوس هېواد ته راغلي دي، له هغوی ټولو څخه هیله کېږي چې له ټکټ اخیستلو او افغانستان څخه له وتلو مخکې د پاسپورټ لوی ریاست ته مراجعه وکړي او نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي.”
د پاسپورت لوی ریاست د مسوولینو په وینا چې دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې ځینې هېوادوالو ټکټونه کړي او لګښتونه یې شوي دي، خو بیا هم له هغو هېوادونو بېرته راګرځول شوي او د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د پاسپورټ لوی ریاست دغو هېوادوالو ته لومړیتوب ورکوي او دوی ټولو ته له هر ډول نوبت او ځنډ پرته پاسپورټونه وېشل کېږي.
د پاسپورت لوی ریاست دا هم ویلي چې د نویو پاسپورتونو په ترلاسهکولو سره به هېوادوال د سفر پر مهال له کوم خنډ سره مخ نهشي.

























































