ژباړه: حسیب نورمل
څوک چې کله علم، پوهه، قدرت، مال، پیسې یوه برخه یا مادي او معنوي امکانات چې کله اړ او مجبورو خلکو ته په اختیار کې وکړي او په دې سره د اړو کسانو مادي او معنوي اړتیا پوره او رفع شي دې ته سخاوت ویل کیږي.
وروستیو تحقیقاتو ثابته کړې ده چې سخي انسان د هغو په پرتله په ژوند کې زیات خوشاله او نېکمرغه وي چې سخاوت نه کوي، په څېړنه کې له زرګونو سخي او بخیلو خلکو نه د هغوی د خپل ژوند او رزګار په اړه پوښتنې وشوې، په پایله کې ثابته شوه چې سخي خلک له خپل ژوند څخه ډېر راضي وو او یو ډول دخوښۍ احساس یې کولو او هغه چې سخي نه وو له ژوندڅخه ګیلمن او ناراضه وو.
سخاوت د اسلام مبارک دین د اخلاقي فضایلو څخه هم دی، په اسلام کې په دې ټینګار شوی دی چې مسلمان باید سخي او لاس خلاصی وي. دا چې سخاوت د انسان دیني او انساني دنده او مسوولیت دی، نو ښه ده چې سخي واوسو، په خپل علم، پوهه، مال او ښتمنۍ څخه یوه برخه پر بېوزلو او اړو کسانو باندې ووېشو، څو ژوند مو لا له خوښیو او نېکمرغیو څخه ډک شي.