د هرات ځايي مسوولین وایي چې سږ کال د اسلام کلا او تور غونډۍ بندرونو څخه صادرات زیات شوي چې ډېری پکې حیواني محصولات او کرنیز توکي شامل دي.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي چې دا توکي ګاونډیو هېوادونو، متحده عربي اماراتو، منځنۍ اسیا او امریکایي او اروپایي هېوادونو ته صادر شوي دي.
ویل کېږي، چې د دغو بندرونو له لارې صادرات د پروسږ په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
د ویلو ده چې د صادراتو په کچه کې د زیاتوالي لاملونه د کانونو استخراج، د کورنیو تولیداتو په کیفیت کې لوړوالی، د کرنيزو محصولاتو ښهوالی، د لویو لارو امنیت ټینګښت او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول ښودل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د سرپرست حکومت مسوولینو د هېواد له بېلابېلو بندرونو د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړی و.

























































