د نیمروز مسوولین وایي، په یاد ولایت کې د پنځو روغتیایي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ویلي چې دا مرکزونه د خاشرود او دلارام ولسوالي په «دیوالک، ګرو، شاګي او خروارو سیمو کې د ۳ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
د مسوولینو په وینا چې دا روغتیايي مرکزونه د «UNFPA» په مالي ملاتړ جوړېږي او تر جوړېدو وروسته به شاوخوا ۱۲ زره ناروغانو ته د امینداورۍ په برخه کې خدمات وړاندې کړي.
بلخوا د دغو سیمو اوسېدونکي د یادو پروژو د چارو پیل ته خوښ دي او ټینګار کوي چې په دې سره به د ماشومانو او میندو په مړینه کې کمووالی راشي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم د هېواد په ډېرو لیرو پرتو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته د هېوادوالو لاسرسی سخت دی او د ماشومانو او میندو مړینه زیاته ده.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې ورته روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي وو.