د پل اېښودلو او رسېدلو لپاره
دوو سرونو او یوه منځ لري
کبان
د ژوند لپاره
د اوبو پړانګ ته اړتیا لري
پاڼې
د شنې پاتې کېدو لپاره
د باران ښکلولو ته اړتیا لري
او انسان
دوستۍ ته اړتیا لري
مهربانۍ ته اړتیا لري
مېنې او دوستۍ ته اړتیا
پر یو بل پوهېدلو او درکولو ته اړتیا لري
یو د بل سره اوسېدلو ته اړتیا لري
زما او ستا ژوند
چې دوه پردي وو
یو د بل په لوري مو پل کېښود
د عاطفې سیند مو شین او معطر شو
د شکوفو حرکت
خو؛
څه راغلل پر موږ
څه راپاتې شول خو دا چې
د ټولو نه د ټولو سره
تا زه
د زندګۍ په وختونو
له نا آشنا غم سره آشنا کړم
خو زه
لا تر اوسه ستا په یاد کې
د پله پر وروستي سر باندې
په انتظار کې ولاړ یم
لا تر اوسه در سره مینه لرم
او وېره لرم چې خدای مه کړه
په هغه لوري پل اېښودل
او ستا په شان بې پروا
یاد مې
د خیال څخه
د یوې زیړې پانې په شان
په ځمکه ونه لوېږي
او ورک نه شي