د آفچین کمپنۍ مسوولین وایي چې د سرپل ولایت د قشقري سیمې د تېلو د ایستنې ۲۳ ام څاه یې پرانیستی دی.
د یادې کمپنۍ مسوولینو ویلي چې د دې څاه په پرانیستل کېدو سره به هلته د تېلو د استخراج کچه لوړه شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پلان لري چې د قشقري څاهګانو د تېلو د استخراج د چټکولو او ظرفیت لوړولو لپاره له چین او قزاقستانه ۲۰۰ موټره نوي تجهیزات او ماشينونه را انتقال کړي.
د آفچین کمپنۍ د اړیکو مسوول، انجینر امرالدین علیزي دا هم ویلي چې د «آق دریا» او «زمرد سای» سیمو د تېلو د ایستنې پلان هم شته او ژر به یې چارې پیل شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې چې تر اوسه ۷۹ موټره نوې تجهیزات قشقري سیمې ته رسېدلي، او تمه ده چې د ټولو وسایلو له رسېدو سره به په آمو دریا سیمه کې د تیلو ایستنه چټکه او ظرفیت یې لوړ شي.

























































