د نورستان مسوولینو د یاد ولایت په مرکز، پارون کې د برېښنا د یوې شبکې د بیافعالېدو خبر ورکړی دی.
د نورستان د برېښنا امر ویلي چې د دغه برېښنا کوټ په بیارغولو نهه میلیونه افغانۍ مصرف شوې او چارې یې بشپړې شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې د یاد برېښنا کوټ په رغولو سره د ښار پر دولتي ادارو سربېره ۳۰۰ کورنۍ له ۲۴ ساعته برېښنا برخمنې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دې شبکې د جوړولو چارې په دوو میاشتو کې بشپړې شوې او تازه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
بلخوا د پارون ښار اوسېدونکي د برېښنا پر برابرېدو خوښ دي او د ورته نورو پروژو د پیل غوښتنه کوي.
د ویلو ده چې اوسمهال په یو شمېر نورو سیمو کې هم د برېښنا د شبکو او بندونو پر جوړېدو هم کار روان دی چې په نږدې راتلونکي کې به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.

























































