د زابل مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز کلات کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې دا شبکه د «یونیسیار» موسسې په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه ۶۱۲ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
ویل کېږي چې د دې شبکې چارې په اتو میاشتو کې بشپړې، او په جوړېدو سره یې ۴۸ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د زابل مسوولینو دا هم ویلي چې د دې شبکې د جوړېدو پر وخت لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
بلخوا د زابل مرکز اوسېدونکي د دې شبکې پر جوړېدو خوښ دي او د ورته نورو پروژو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د ویلو ده چې د وروستیو کلونو وچکالۍ د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی سخت کړی دی.