ژباړه: محمدحامد بهیر
۱: د ډېر ستونزو دلیل او حل لاره خپله انسان دی.
۲: د کار تر پایه پورې د هغه د کامیابیو په اړه د چاسره مه غږېږه.
۳: په غونډه کې د ګډون لپاره یو دقیقه هم مه ناوخته کوه.
۴: مخکې له مینې کولو څخه لومړی فکر وکړه چې آیا دبیلتون، لرې والي او سختیو تحمل لرې کنه.
۵: چوپتیا یواځینی ځواب دی چې اصلاح ته اړتیا نه لري.
۶: نصیحت هغه وخت اغېزه لري چې یوازې دوه نفره وي (په مجلس کې چاته نصېحت مه کوه!).
۷: د چا د مېرمنې په اړه نظر مه ورکوه، مثبت او منفي.
۸: څښاک د پیالې تر آخره مه څښه.
۹: په کورنیو ستونزو کې که په حقه هم وې، له مېرمنې دې بښنه وغواړه او زړور اوسه.
۱۰: ماشو مانو ته په ډالۍ کې د لوبو جنګي شیان مه اخله.
۱۱: مه دومره کم خوره چې کمزوری شې او نه دومره زیات چې ناروغ شې.
۱۲: د زړه تنګون تر ټولو بد ډول هغه دی چې د خلکو په منځ کې وې او تنها وې.
۱۳: ښاغلی اوسه، پرته له دې چې مخکې یې خبر کړې، د چا کور او دفتر ته مه ورځه.
۱۴: خپل وجدان دې مه غولوه، ځکه چې ستا صیح او غلت درښیي.
۱۵: د پرنجي پر مهال له نورو څخه لرې اوسه، له دستمال نه استفاده وکړه خو له زړه نه وپرنجېږه
۱۶: په مېرمنه دې مین شه، تر څو جنت و وینې.
۱۷: که د کوم ځای د پاکولو وس نه لرې، چټلوه یې هم مه.
۱۸: د نورو دتېر وتنو بښل ډېره ښه تجربه ده، ځکه غاړه یې وړاندېز درته کړي.
۱۹: هر ځای دې د مېرمنې صفت کوه، ان په درزخ کې هم.
۲۰: له کار کونکو سره دې مهربانه او قاطع اوسه.
۲۱: د چا غرور مه ماتوه، که چېرې دماتې ښیښې په څېر درته خطر هم جوړ کړي.
۲۲: غلط کارونه مه تجربه کوه او مه یې تکرار وه.
۲۳: هر ځای دې چې تېروتنه وکړه، په زړورتیا سره اقرار وکړه چې تېروتنه مې وکړه.
۲۴: د خبرو په مهال د خپل مخاطب سترګو ته ګوره، تر څو دې په خبرو پوه او مطلب دې درک کړي.
۲۵: په خوله باندې میخ مه راباسه.
۲۶: څوک چې تاته هیله مند دي، مه یې ناهیلي کوه.
۲۷: د هغه چاسره چې مینه لرې، د زوکړې په ورځ یې د مبارکۍ لپاره پیغام ور ولېږه.
۲۸: دنېکۍ په کار کې مخکښه اوسه.
۲۹: د ښې او اخلاقي مېرمنې په لرلو سره هرڅوک او هرڅه لرې.
۳۰: په کور او دفتر کې دې ښکلي ګلان وساته.
۳۱: حساب او کتاب او د هغه طریقې زده کړه.
۳۲: د سیرمو دبسته کولو چل زده کړه.
۳۳: سیاست ته مه ځه.
۳۴: د سفر او د سفر د ملګري په اړه دې فکر وکړه.
۳۵: ترڅو چې نه پوهېږې، نه شې کولی، نو پوه شه، تر څو وکولی شې.