ژباړه: شکېبا نادري
څېړنو ښودلې چې د خوراکي سرچینو څخه په کافي اندازه ویټامین E ترلاسه کول لکه د لمرمخي خستې بدن له بېلابېلو سرطانونو، لکه د سینې سرطان او… پر وړاندې خوندي کولای شي. سیلنیم چې د لمرمخي په تخمونو یا خستو کې موندل کېږي، د انټي اکسیډان ځانګړتیاوې لري او د سرطان د مخنیوي لپاره ګټور دي.
په دې راپور کې د لمرمخي د ځانګړنو په اړه لا زیات پوه شئ.
څېړنې ښیي چې ویټامین E د انټي اکسیډان د ځوانۍ، روغتیا او د پوستکي تازه ساتلو لپاره ګټور دی.
د لمرمخي د خستې د ویټامین E ترڅنګ، اساسي غوړ اسیدونه هم لري چې د پوستکي مرطوب ساتلو او د زیان رسېدلو په مخه نیولو کې مرسته کوي.
د لمرمخي ګل خستې د لاسرسي وړ او اقتصادي خواړه دي چې خورا مغذي مواد دي او کولی شي د بېلابېلو انټانانونو، التهابونو، عصبي ناروغیو او د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره ګټورې دي.
د لمرمخي خستې د دې وړتیا لري چې د مګنیزیم لوړه اندازه چمتو کړي، چې معمولا په خوړو کې لږ موندل کېږي. مګنیزیم په بدن کې بېلابېل رول لوبولي لکه د حجرو دننه د کلسیم او پوټاشیم تر منځ تناسب توازن کول دي، چې په بدن کې د وینې فشار تنظیموي او د زړه سیسټم عمومي روغتیا لپاره ګټور دی.
د لمرمخي د خستو د تغذیې ارزښت ته په پام سره باید ووایو چې هر یو سل ګرامه یې ستاسو بدن ته شاوخوا ۱۹۰ کیلوکالوري انرژي برابروي. د دې غوړیو 100 ګرامه 16 ګرامه غوړ، 4 ګرامه فایبر او 6 ګرامه پروټین لري. سربېره پر دې، دا د ویټامین E، ویټامین B1، ویټامین B6 او ویټامین B3 بېلابېل ډولونه لري. همدارنګه د لمرمخي په خستو کې مغذي مواد لکه مس، سلنیوم، مګنیزیم او فولاټ شته، چې دا یې په ګټورو خوراکي موادو بدل کړي دي.
د لمرمخي د خستو د ځانګړنو پېژندل د زړه د ناروغۍ خطر کمول، د سرطان مخنیوی، د تایرایډ فعالیت ښه کول، د هډوکو د ورستېدو مخنیوی، د وینې د شکر د کچې کنټرول، د پوستکي روغتیا، د دماغ روغتیا ښه کول او د وزن کمول.
د لمرمخي د خستو تاریخچه څه ده؟
لمرمخی د مرکزي امریکا اصلي نبات دی. د دې محصول د اهمیت په پوهېدو سره اروپایي مسافرو دا ټولې نړۍ ته وروپېژندل. په دې ورځو کې روسیه، چین، متحده ایالات او ارجنټاین د لمرمخي تر ټولو لوی تولیدونکي هېوادونه دي.