لنډیز:انسان باید تل په هڅه او حرکت کې وي.ځکه چې حرکت د ژوند نوم دی.هغه ژوند چې په سکون او عدم کې وي.له هغه ژوند سره ناکامي مل وي. که تغیراو تبدیل پکې وی.نو خامخا به د بریالتوب خوند څکې.د ادب تغیراو حرکت دا دی چې نوي ادبي ځپل پکې وپنځیږي.هغه که تحقیقي وي یا تخلیقي او یا هم ژباړه وي.ما هم هڅه او کوښښ په دې وو چې د مناقشې په اړه خپل معلومات چمتو کړم.او په اړه یي زیاروکاږم.ترڅو د مناقشې په هکله مو معلومات ډیر شي.اودمناقشې، استدلال، په توپیر وپوهیږو. او اړوندي نوره ورته موضوعات لکه قضاوت،بحث،ارزیابی تفکیک وکولای شو.
موخې: د مناقشې موضوع داسي موضوع ده چې په اړه زیاد کسان نه پوهیږی. ما هم په دې اړه خپل کوښښ وکۍ تر څو د مناقشې پژندنه ، د مناقشې میتود، د مناقشې کټي زیانونه، او د مناقشې موضوع له نورو ورته موضوعاتو لکه قضاوت او تحلیل،استدلال سره تفکیک وکولای شوو.
کلیدي اصطلاحات:ـ استدلال، قضاوت، تحلیل ،مناقشه.
سریزه: له یادې مقالې څخه مي موخه داده چې د مناقشې څخه یو څه حاصل کړو. چې یاد موضوع یوه نوی لاسته راوړنه ده.او موږه په دي وپوهیږوچې مناقشه څه ډول میتود دي اوپه کوم ځای تري کار اخستل کیږي. مناقشه داسې موضوع ده چې په هکله یې مخکي هم کار شوي اواوس هم کار پرې روان دي. یادې موضوع باندې مقالې هم لکل شوي دي. مناقشه د متن له اصلي موضوع څخه ورسته راځي. چې ځانته ګټي او زیانونه لري.چې د مقالې په جریان کې به تشریح شي.
مناقشه: څېړنه د کل په ډول د ټولنیزو علومو سره رابطه لري او د تاریخ ، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، فلسفه،علومو سره رابطه لري. چې په هغو کي یو علم په څېرنه کي د مناقشې جوړښت دي. په څېرنيزه رساله کې هغه چې د څېړونکو لخوا یې توصیه کیږي او شتون حتمي دی، بحث او مناقشه ده. مناقشه د متن له اصلي موضوع وروسته راځي چې پکې ده متن تر ټولو پټ،پچلي او سخت موضوعات راوړل کېږي. په مناقشه کې دا بیانېږي چې په محتوا کې راغلو کتابونه،نظرونه او اشخاصو دموضوع په څرګندتیا کې کوم نقش لوبولی دی،(حقیار،۱۳۹۹، ۴۳ـ۵۲). په تاریخي طریقو کې یوه هم د مناقشې طریقه ده. چې د سقراط په زمانه کې هم مروج وو. چې د مناقشې طریقه ډیرې نږدي اړیکې ده سوال او ځواب طریقې سره لري .اوزده کوونکې د باید ډیره فعال وي.او په دي طریقه کې ډیره رول معلمان لري.په دي خاطرچې معلم کوښښ کوي چې په جریان کي د درس له اصلي موضوع څخه ونه وځي.اود زه کوونکوفعالیت په ښه ډول سره تنظم کړي.د مناقشې طریقه په سوال پیل کیږي. او یو لږه څه ډیره وخت ته ضرورت لري.په همدي خاطر باید معلم مخکي له مخکي درسي پلان په نظر کي ونسي اوستونځې حل کړي.(نیازی،۱۴۰۲، ۴۰ـ۴۱).
د مناقشې میتود(Discussion Method )
مناقشه یا مباحثه عبارت له دې نه ده،چې زده کوونکې یو بل په سمو یا ناسمو وسیلو مغلوب کړي.مناقشه د ځان ښودلو لپاره نه وي.بلکې دې لپاره صورت نسی. چې هر شخص خپل افکار، نظریات اوادعاګانې په قانع کوونکې دلایلوثابتې کړي. د ښوونې او روزنې اوسنې اصول په دې ټنکار کوي چې زده کوونکې د زده کړې په بهیر کې فعاله ونډه واخلي او په ګروپي ډول په موضوعاتو کې مناقشه او بحث وکړي.دغه مباحثه د ښوونکي د مستقیمې څارنې لاندې صورت نسی. په دې میتود کې حقیقتونه څرکنده او د موضوعاتو په اړه قضاوت کېېږي. زده کوونکې په وړو وړو ګروپونو په انتسابي ډول وېشل کېږي او هر ګروپ خپل مشر ټاکي. تر څو زده کوونکي د مناقشې په بهير کې په خپل نوبت وغږېږي.په مناقشې یا مباحثې میتود کې زده کوونکي باید د موضوع نزاکت مراعات کړي او یو د بل سره په صمیمي ډول خبرې و کړي.تر څو هريو ته د خبرو کولو وخت وړګړل شي.(سعید،۱۳۹۳، ۱۰۱).
یو زده کوونکي د لارښود په ډول تعینوي او د مناقشې په هکله هغوي ته داسي لارښونه وشي، چې خپل افکار په ازادانه توګه یو د بل سره تبادله کړي په اصل کې دا یوه رسمی محاوره ده. چې په یوه مشخص موضوع باندې ترسره کېږي.(شیرزاد،۱۳۹۲، ۱۸ ). لاندي انځورونه د مناقشې په جریان کي اخستل شوی دي.
د مناقشي ده میتود ګټې (۲۰۲۲، ۲۹ مارس)
• د زده کوونکواو ده معلم د پوهې سطحه لوړیږي.
• زده کوونکو ته په درسونو کې په فعال ډول برخه ورکول کېږي.
• د زده کوونکو د افهام او تفهیم مهارت تقویه کېږي.
• هغه زده کوونکي چې غیر فعال وي د کډون موقع په لاس ورځي.
د مناقشي ده میتود زیانونه
• کېدای شې،د مناقشې د میتود تطبیق ستونزمن کار دی؟
• کېدای شې، ځینې زده کوونکي ده اصلي مو ضوع څخه وځي؟
• کېدای شې، ځینې زده کوونکو په فعاله توکه ونډه وانخلي؟
( سعید،۱۳۹۳، ۱۰۳).
دمناقشې توپيرد استدلال او قضاوت سره
مناقشه د متن له اصلي موضوع وروسته راځي چې پکې د متن تر ټولو پټ،پچلي او سخت موضوعات راوړل کېږي.
استدلال ( (Dialectic:- استدلال په لغت کي دلیل او برهان ته وایي په اصطلاح کي هغه ادبی جوړښت ته وایي څوک د خپلي خبري د ثبوت او د ځان د حق د ثابتولو لپاره دلیل راوړي. دلته وینو چي شاعر لومړی یوه فرضیه وړاندي کوې او ورسته د هغې لپاره دلیل.لاندي بیت کي.
چي سبـا به له مجلسه جـــــــداکیږي
شمعه ځکه درسته شپه د سوزژړا کا
(مرهون،۱۳۸۸، ۹۷).
دخبرو کولو په منځ کې یو بل روش چې د پیاوړتیا او بشپړتیا له اصل سره یو ځای مرسته کوي هغه استدلال ویلو ارایه ده، چې نوې کتنې او مشاهدې، نوي نظرونه، تازه زده کړه، زده کوونکو ته حاصلوی. یوه استدلال کیدای شي د ژورې او پراخې زده کړې لامل وکرځي. او په دې اړه ډیر نوي مطالب زده کړای شې.(رفیق رفیق،۱۴۰۰، ۵۱). هر څېړونکی حق لري چې خپل د نظر سره دلایل راوړي. خودلیکوال دلایل باید قوي وي اود ده د ټولو نظریات باید پد دلایلو برابروي.( هاشمي،۱۳۹۷، ۱۲۶،).
قضاوت او تحلیل: ځیني وقت قضاوتونه په داسې ډول کیږي ، چې داستدلال توپیر ورسره نه کیږي،یوازې ده ښه او بد ټاپې ورباندي لکېږي،په کار ده، چې دهری ادعا او پرېکړې لپاره منطقي دلایل راوړل شي،بل داچی قضاوت باید عادلانه وي،هسې نه چې د یوې موضوع د دوو اړخونه په اره قضاوت کوو،موږ یوارې د یو لوري ښېکنې را اخلو،یا یې بد کڼې بیانوو خو قضوت باید د ژور فکر او ځواکمن منطق په مټو وشي،(لاروی،۱۳۹۹/۲۰۲۰، ۱۱۱).
تحلیل طرحه کې لیکوال د ساده لړلیک له چمتو کولو یو څه وړاندې ځي او ټول موضوعات په عمومي ډول تحلیلوي چي ده موضوع کومه برخه باید د اصلي برخې په توکه راشي او شرحه یې د کومو فرعي بر خو په مرسته بشپړه شې.همدارنکه نا اړینې برخې روښانه کړي.(رحماني،۱۳۹۹، ۱۱۳، ).
پایله:ـ که دامقاله ده پایلې په توکه وارزوو،هغه څه چې ما په مقالې کي راټول کړي دي. د مناقشې په اړه مفصل بحث دي. مناقشې ګټي او زیانونه دي. ده مناقشې،استدلال،قضاوت، توپیر او داسي نور…
اخځلیکونه
حقیار،عزیزالرحمن.(۱۳۹۹). څېړنه اواستناد ،سمون خپرندویه ټولنه.
رفیق،محمد رفیق.(۱۴۰۰). د تدریس اصول،سمون خپرندویه ټولنه.
سعید،سعیدالحق .(۱۳۹۵).د ژبې د تدریس اصول او میتودونه،ګودرکتاب خپرنځی ـ ننګرهار.
شیرزاد،میراغاملت مل.(۱۳۹۲). نوی میتودونه او اسانه زده کړه، سموت خپرندیه ټولنه.
لاروی، اسمعیل.(۱۳۹۹). مونوګراف،علمي خپروندوه ټولنه.
مرهون،محمد،(۱۳۸۸). ادبي جوړښتونه،مستقبل خپرندویه ټولنه.
نیازی،عبدالله.(۱۴۰۲). میتود عمومي تدریس،درسی لیک نوټ:فاریاب پوهننون.
هاشمي،سعید اصغر.(۱۳۹۶). څېړنه ، هاشمي خپرندویه ټولنه.
هاشمي،سید محی الدین.(۱۳۹۳). د ادبپوهنې څانکې،میهن خپړندویه ټولنه.
ویکپېدیا، com.help Facebook .www
لارښود استاد: پوهنمل عزیزالرحمن حقیار