د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په افغانستان کې د نسناستي ناروغۍ په پېښو کې کموالی راغلی دی.
دې ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان په ۱۷۹ ولسوالیو کې ۳۲۲۸ کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې چې دا شمېر د تېرو اوونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښيي، خو وایي، په دې موده کې د دوو نجونو په ګډون تر پنځو کلونو کم عمره درې ماشومان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې په دې موده کې د نس ناستې تر ټولو لوړه کچه په پکتیا، نیمروز، لوګر او کابل ولایتونو کې وه.
نس ناستی یوه ساري ناروغي ده چې په افغانستان کې تر ډېره ماشومان پرې اخته کېږي.























































