د افغانستان الف کرکټ لوبډلې عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته یې لاره ومونده.
د افغانستان کرېکټبورډ وايي، افغان ابدالیان لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته کوربه عمان لوبډلې ته د ۴۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته یې لاره ومونده.
لوبډلمشر دروېش رسولي ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په ۵۴ توپونو يې ۱۰۹* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د ویلو ده چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې هانګ کانګ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.