ومې پوښتل: د اولاد روزنې تر ټولو غوره لار کومه ده؟
وې ویل: له خپل اولاد سره یو د خپلوانو او یا ګاونډیانو د اولاد په څېر چلند وکړه.
ومې ویل: څنګه؟
وې ویل: کله چې د ګاونډي ماشوم ستا په کور کې مېلمه دی، هغه ته درنښت کوې، د حال پوښتنه یې کوې، کله چې له ښوونځي څخه راغی د هغه د بکس په لور نه ورځې او د نمرو پوښتنه یې نه کوې، د خوړو په اړه یې نظر غواړې، د خوب د وخت په اړه ورسره مشوره کوې، په وخت سره د هغه نظر غواړې او ځنډ پکې نه کوې، د هغه پر وړاندې له خپلې مېرمنې سره شخړه نه کوې.
پوه شه، چې ستا ماشوم او د ګاونډي ماشوم دواړه ستا په کور کې مېلمانه دي، یو د څو ورځو لپاره او بل د څو کلونو لپاره.
یوازې بسنه کوي، چې پوه شې، له درنښت څخه درنښت را منځته کېږي، نه د مالکیت احساس.