ژباړه: عطا محمد میاخېل
١ـــ تصمیم ونیسئ، چې منونکی او شکر کوونکی واوسئ، څو څو ځله دا کار ترسره کړﺉ.
٢ـــ د راتلونکو پېښو په اړه له بریده زیاته اندېښنه مه کوﺉ، ښایي تل داسې فکر وکړﺉ، چې په تېر کې مو باید بل کار کړی وای، خو په یاد ولرﺉ نباید په دې افکارو کې ډوب شئ او له اوس څخه بې پامه شئ.
۳ـــ تاسو نه پوهېږﺉ، چې راتلونکې تاسو ته څه در په برخه کوي، نو تر ټولو ښه کار دا دی، چې له اوس وخت څخه ښه ګټه واخلئ.
۴ـــ د نورو په پرتله مو دوه څیزونه ورځ ښه کوي، لومړی صبر او زغم او دویم ژوند ته ستاسو لید لوری.
۵ـــ صبر کول د په تمه پاتې کېدو په مانا نه دی، بلکې په دې مانا دی، چې خپلې غوښتنې ته د رسېدو لپاره د هڅې کولو پر مهال، تل خپل لید مثبت وساتئ.