د لوګر مسوولین وایي، د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د یو سربند د جوړېدو کارونه شروع شوي دي.
د سرچینې په وینا چې د دې سربند په جوړېدو به نږدې پنځه میلیونه افغانۍ مصرف شي او کارونه به یې په راتلونکو پنځو میاشتو کې بشپړ شي.
د لوګر مسوولینو دا هم ویلي چې د دغه ۳۶ متره اوږد سربند په جوړېدو سره به څه باندې ۸۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
ویل کېږي چې په دې پروژه کې ۲۱۰ متره استنادي دېوال، ۷۶ متره کانال او د دوو دروازو جوړول هم شامل دي.
د لوګر مسوولینو ویلي د دې سربند د جوړېدو پر مهال به اته زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
بلخوا د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د یاد سربند جوړېدو ته خوښ دي او له سرپرست حکومته د ورته کارونو د پیلېدو غوښتنه کوي.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته پروژې بشپړې او د ځینو چارې یې بشپړېدو ته نږدې دي.