د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت مسوولین وایي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۵ میلیونه سیمکارتونه فعال دي او تر دې دمه ۱۳٫۹ میلیونه په قانوني توګه ثبت شوي دي.
د یاد وزارت مسوولینو ویلي چې په تېرو دریو میاشتو کې ۱٫۶ میلیونه سیمکارتونه ثبت کړي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت دا هم ویلي چې اوسمهال یې د سیمکارټونو د ثبت په څانګو کې د کارکوونکو شمېر زیات کړی او دا پروسه یې په چټکۍ روانه کړې ده.
ویل کېږي چې په ټول هېواد کې د ۲۵ میلیونه فعالو سیمکارتونو څخه تر دې دمه ۱۳٫۹ میلیونه سیمکارتونه په قانوني توګه ثبت شوي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر هېوادوالو د سیمکارتونو د ثبت پروسه ګټوره بللې او غوښتنه یې کړې چې په دې برخه کې لا نور پرمختګ ته اړتیا ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت تر دې وړاندې هم د میلیونونه سیمکارتونو د ثبت خبر ورکړی و.

























































