تاسو به د موسکا د ګټو په اړه اوریدلي وي، خو تر اوسه به مو دا نه وي اورېدلي چې ژړل یا ژړا هم ځینې ګټې لري. زموږ په ټولنه کې ژړا په تېره د نارینهوو لپار یو ډول شرم بلل کیږي او دا د دوی ضعیف ټګي ګڼل کیږي، خو داسې نه ده د ارواپوهنې متخصصین دا خبرې ردوي او وایي، “ژړا طبیعي احساسات دي چې هر څوک کولی شي چې د اړتیا پر وخت یې ښکاره کړي.”
د ارواپوهان ژړا د روغتیا لپاره ګټوره بولي، د دوی په خبره «ژړا انسان ته یو ډول ارام ورکوي، ځینې احساسات یې کابو کوي دغه راز له ګیلو او شکایتونو ډک زړونه پرې تشیږي، د خپګان او غوسې په وخت کې تنفس او د زړه ضربان ښه ننظمیوي او په زړه فشار او بوج کموي.”
ژړا هېڅکله هم د یوه ضیعفه انسان ځانګړنه نه شوو بللی، ژړا دا ښکاره کوي هغه پېښه چې څوک یې له امله خپه او ځوریږي څومره ورته مهمه ده. د ژړا په مرسته کولي شئ ځان او نور مو ښه درک کړي، ځینې خلک د ځینو ستونزو، ناخوالو یا نورو پېښو په اړه نشي کولی د خبرو له لارې خپل احساسات څرګند کړي نو یوازینی لار بیا ژړا وي چې په واسطه یې خپل احساسات وښيي.