د وينې کموالی يا (Anemia) هغه وخت را منځته کېږي، چې بدن په کافي کچه اوسپنه ونه لري. د اوسپنې کمښت او د وينې کموالی د سرو حجرو او د هموگلوبین د غير معمولي کمښت لامل کېږي.
په دې ليکنه کې د وينې کموالی او د اوسپنې کمښت په اړه لا زيات معلومات ترلاسه کولای شئ.
د اوسپنې کمښت يا د وينې کموالی څه شی دی؟
د اوسپنې کموالی ډېره جدي ستونزه بلل کېږي، ځکه دغه معدني مواد د هموگلوبین په توليد کې ډېر مهم رول لوبوي. د اوسپنې کمښت د دې لامل کېږي، چې د وينې هموگلوبین کچه راټيټه شي.
که چېرې بدن د هموگلوبین د کمښت سره مخ وي، نسجونه او عضلات په کافي کچه اکسیجن نه شي ترلاسه کولای او خپل فعاليت له لاسه ورکوي. چې په پايله کې د وينې د کموالي لامل کېږي.
که څه هم د وينې کموالی بېلابېل ډولونه لري، اما د اوسپنې کمښت Anemia يا د وينې کموالې په نړۍ کې تر ټولو عام ډول دی. د اوسپنې کمښت ډېر لاملونه لري لکه د اوسپنې ناکافي مصرف (ناسم غذايي رژیم)، د کولمو التهابي ناروغی، د امېندوارۍ پر مهال د اوسپنې د اړتيا زياتوالی، د مياشتني عادت په جريان کې شدید خونريزي او همدارنگه په بدن کې داخلي خونريزي چې د بېلابېلو ناروغيو له امله منځته راځي.
د وينې کموالی مهمې نښې
1- سټريا
د سټريا احساس د وينې کموالي له مهمو نښو څخه گڼل کېږي، هغه خلک چې د وينې کموالی لري، د بي حالي، کسالت او د انرژي نشتوالي احساس کوي. ځکه بدن د هموگلوبین( هغه پروتين چې په سرو حجرو کې موندل کېږي) د چمتو کولو لپاره اوسپنې ته اړتيا لري.
سربېره پر دې، د سټريا احساس، بی حوصله گي، تمرکز نه کول او د انرژي د کموالي احساس دا ټول د اوسپنې د کمښت له مهمو نښو څخه شمېرل کېږي.
2- رنگ الوتنه
د سترگو شاوخوا تورېدل، دا هم د وينې د کموالي له مهمو نښو څخه گنل کېږي.
د پوستکي توروالی ښایي د بدن په يوه ساحه کې یا د بدن په ټولو برخو کې ښکاره شي؛ لکه: مخ، وريو، د شونډو داخلي برخه او نوکان دا ټول هغه موارد دی، چې د وينې کموالي له مهمو نښو څخه شمېرل کېږي.
3- سالنډی
هموگلوبین، د وينې سرو حجرو ته دا وړتيا ورکوي، چې آکسیجن بدن ته ولېږدوي. کله چې بدن د هموگلوبین د کمښت سره مخ وي، د اکسیجن رسولو کچه هم کمېږي. دا په دې معنا چې بدن يا عضلات د عادي فعاليتونو لکه(په پښو تګ) د سرته رسولو لپاره کافي اکسیجن نه شي ترلاسه کولای او په پايله کې، د تنفس کچه لورېږي، ځکه بدن هڅه کوي چې ډېر اکسیجن ترلاسه کړي. له همدې امله، سالنډی د وينې لږ اکسیجن او د وينې کموالي له نښو څخه شمېرل کېږي. که د ځينو عادي کارونو لکه( پياده روي، له زينو څخه پورته کېدل اوسپورټ) ستاسو سالنډېږي دا ټول د اوسپنې د کمښت له نښو څخه گڼل کېدای شي.
4- سرگرځېدل(سرگيچي) او د سردرد
د اوسپنې کمښت ممکن د سردرد لامل شي. کله چې بدن د اوسپنې کمښت سره مخ وي، د هموگلوبین ښکته کچه د وينې په سرو حجرو کې په دې معنا چې اکسیجن په کافي کچه ماغزو ته نه رسېږي او په پايله کې د وينې پر رگونو فشار راځي او همدغه فشار د سردردۍ لامل کېږي.
5- د پوستکې او وېښتانو وچوالی
د پوستکې او وېښتانو وچوالی دا هم د وينې د کموالي له مهمو نښو گڼل کېږي.
کله چې بدن د اوسپنې کمښت سره مخ وي، بدن خپل محدود اکسیجن د بدن نورو نسجونو او عضلاتو ته لارښونه کوي. کله چې وېښتان او پوستکې له اکسیجن څخه محرومېږي، دوی کمزوي او وچېږي. د وينې کموالی د وېښتانو د توېدلو لامل کېږي.
6- د نوکانو نازکتيا
د اوسپنې کمښت يو له مهمو نښو څخه د نوکانو ماتېدل دي. چې په پيل کې نوکان په اسانۍ سره ماتېږي. بیا وروسته نوکان د کاشوغې په شکل کېږي.
د وينې د کموالي احتمالي نښې
1- عجيب لېوالتيا
د اوسپنې د کموالي له نښو څخه د ځينو خوړو يا غير خوراکي توکو په وړاندې لېوالتيا لکه( يخ، خاوري، گچ او کاغذ)
دغه ستونزه کېدای شي د امېندوارۍ پرمهال کې هم رامنځته ته شي.
2- د اندېښنې احساس
کله چې بدن د اوسپنې کمښت سره مخ وي، په نسجونو کې د اکسیجن د نشتوالي له امله ممکن د اضطراب او اندېښنې احساس وشي.
3- سړې لاسونه او پښې
د اوسپنې کمښت په دې معنا چې د اکسیجن نشتوالی په لاسونو او پښو کې، ښايي چې له همدې امله ځينې خلک د يخني احساس وکړي.
4- انتانات
د اوسپنې شتون د معافتي سیستم لپاره اړين دی. ځکه په ځينو حالاتو کې د بدن معافيتي وړتيا کمېږي. د اوسپنې کمښت ښايي د عادي حالاتو په پرتله تاسو ته د ناروغۍ په وړاندې احساس کړي.
د وينې کموالې د درملنې لپاره اړين اقدامات څه دي؟
1- هغه خواړه چې اوسپنې لري وکاروئ
که ستاسو د ډاکټر نظر دا وي چې ستونزه مو په غذايي رژیم کې ده؛ نو تاسو کولای شي د اوسپنې بډايه خواړه وخوړئ؛لکه: سره غوښه یا د چرگ غوښه، سابه لکه پالک، وچې مېوې لکه کشمش یا زردالو، لوبیا او نور حبوبات، کب او…
مهم يادونه: د ويټامين C خوړل په بدن کې د اوسپنې د جذب لامل کېږي. په خپل غذايي رژيم کې هغه خواړه ځای پر ځای کړی چې ويټامين C ولري، دا هم گټور کېدای شي او همدارنگه د ځينو خواړو د خوړلو څخه مخنيوی وشي،ځکه د اوسپنې د نه جذبيدو لامل کېږي لکه، چای او کافي.
2- د اوسپنې له ټابليټونو څخه گټه واخلئ
هغه څوک چې د اوسپنې سرچينې په غذايي رژيم نه شي ځای پر ځای کولای، يا د اوسپنې لرونکي خواړو د خوړلو سره سره دوی لا هم دا معدني عنصر نه لري، بايد د اوسپنې لرونکي ټابليټونو څخه گټه واخلي. غوره ده چې د اوسپنې لرونکي ټابليټونو سره ويټامين C وکاروئ، ځکه په بدن د اوسپنې د جذب لامل کېږي.
په ياد ولرئ چې د اوسپنې ټابليټونه ښايي ځينې ضررونه ولري؛ لکه: د معدې درد، قبضیت يا نس ناستی، د زړه سوځيدنه، زړه بدوالی او…