ژباړه: عطا محمد میاخېل
د خپل ژوند په هره ورځ کې ډېر زیات کارونه ترسره کوئ او ډېرې ښې او بدې پېښې تر شاه پرېږدئ، خو که چېرې خبر واوسئ، د ورځې په هر ساعت کې به د ژوند په پندونو باندې پوه شئ.
۱ ـــ د ژوند له چانسونو څخه ګټه واخلئ
کله چې له خوبه را ویښېږئ، د خپل ژوند د موخو په اړه د فکر کولو لپاره یو بل چانس لرئ، مخکې تر دې، چې خپله ورځ پیل کړئ، هره ورځ د الله (ج) له لوري یوه ډالۍ ده، له دې ډالۍ څخه څه ډول ګټه اخیستل غواړئ؟
۲ ـــ په ساه ایستنې باندې په تمرکز کولو سره، هوسا او آرامه ژوند تجربه کړئ
پرته له دې، چې پام وکړو، ساه باسو، البته هغه افراد، چې د یوګا او مډیټېشن ورزشونه ترسره کوي، خپلې ساه ایستنې ته پام کوي. په سمې او اغېزناکې ساه ایستنې باندې په تمرکز کولو سره، د هغې له ګټو، لکه: د اروایي فشار او اندېښنې کمښت، د خوب ښه کېدا، د درد د زغم ډېرښت، د وینې ټیټ فشار، د وزن کمښت او له ناروغیو څخه، له خوندیتوبه برخمن شئ.
۳ ـــ ورځني کارونه په مثبت لید سره ترسره کړئ
ښایي هره ورځ د تخت او خوب ځای منظمول ستونزمن کار وي، البته که یو منظم فرد واوسئ، نو د تخت او خوب ځای منظمول به درته کوم ستونزمن کار نه وي؛ خو که چېرې د هغو کسانو له ډلې څخه یاست، چې په بیړه کار ته ځئ، نو په بشپړه توګه د خوب ځای ټولول مو وروستنی لومړیتوب دی، په دې عادي کارونو کې ډېر زیات رازونه شتون لري، نو د خپل ژوند د منظمولو لپاره، د تخت له ترتیبولو څخه یې پیل کړئ.
۴ ـــ ډېری کارونه څومره، چې سخت ښکاري، هغومره سخت نه دي
که ځیر شوي یاست او دقت مو کړی وي، د کړایي، دوو چاقو ګانو، یوې قاشق پنجې او یوې کاسې وینځل، یوازې ستاسو یوه دقیقه وخت نیسي، نو پرځای د دې، چې په لوښي وینځونکي، کې دننه ککړ لوښي نالیدلي ونیسئ، یوه دقیقه وخت ورکړئ او وې وینځئ، په ډاډ سره ویلی شم، چې د لوښو په وینځلو سره به ښه احساس ولرئ. ژوند همداسې دی، نباید مسایل د خپل ځان لپاره سخت او ستونزمن کړئ، ترڅو ښه احساس ولرئ.
۵ ـــ کوچنۍ ستونزې ژر حل کېږي
کله چې جامې، پخلنځی او نورو څیزونه ګډوډ کړئ، څوک غواړي، چې دا ګډوډیانې سره راټولې، سمې او منظمې کړي؟ دا هماغه ژوند دی، چې تاسو یې غواړئ؟ که هره وسیله، لوښی او څیز له ګټه اخیستنې وروسته بېرته یې په خپل ځای کېږدئ، له دې څخه ډېره غوره ده، چې ګډوډ څیزونه بېرته را ټول او منظم یې کړئ. ستونزې د ګډوډ شویو وسایلو په څېر دي، که کوچنۍ دي، ارزښت ورکړئ او د له منځه وړلو لپاره یې حل لارې پیدا کړئ، نو په ډېرې آسانۍ سره پرې غلبه کولای شئ.
۶ ـــ د نا وړاند وینه شویو کارونو لپاره اضافي وخت په پام کې ونیسئ
ښایي د پروګرام له مخې پرمخ ولاړ شئ، خو ناڅاپه هر څه له خپل طبیعي بهیر څخه بهر شي؛ د بېلګې په توګه خپل موبایل ورک کړئ او ډېر ساعتون ورپسې وګرځئ، موټر مو په لاره کې خراب شي او ټاکلي شوي ځای ته په ځنډ سره ورسېږئ، په دې شېبه کې هغه کسان، چې تاسو ته په تمه و، ډېر زیات غوسه شوي او تاسو په خپله ژمنه باندې نه درېدونکی فرد ګڼي، نو تل په خپل ورځني پروګرام کې اضافي وخت په پام کې ونیسئ، ترڅو دې نا وړاند وینه شویو پېښو ته ځواب ورکړئ.
۷ ـــ منظمې جامې واغوندئ
جامې اغوستل ډېر زیات آداب او شرایط لري، په هر فرد باندې د هغه د ظاهر او جامې له مخې قضاوت کېږي؛ ظاهر لومړنی څیز دی، چې په لومړي لید کې لیدل کېږي، جامې ستاسو د فکر بڼه او شخصیت ښکاره کوي، نو ښې جامې واغوندئ، ترڅو د نورو په منځ کې له خپل ځان څخه ښه تعریف ولرئ.
۸ ـــ خپلې روغتیا او سلامتیا ته ارزښت ورکړئ
څېړنې څرګندوي، چې سهارنۍ تر ټولو غوره خواړه دي، نو له دې کبله ښه او پیاوړې سهارنۍ وخورئ، ښایي د بشپړې سهارنۍ چمتو کول ستاسو ډېر زیات وخت ونیسي، خو نباید هېره یې کړئ، هغه ارزښت، چې خپلو خوړو، روغتیا او سلامتیا ته ورکوئ، ژوند ته ستاسو د مثبت لید ښکارندویي کوي.
۹ ـــ په خپل ځان کې ښه عادتونه رامنځته کړئ
هره ورځ مسواک ووهئ، ترڅو د تازه والي حس مو حالت ښه کړي، په مشخص وخت کې مسواک ووهئ، ترڅو په خپل ځان کې ښه عادت پیاوړی کړئ، په دې کار سره په خپل ځان کې ښه عادتونه بنسټیز کوئ او په منظمې بېلګې سره، په ژوند کې هر ځای ته، چې وغواړئ، رسېږئ.
۱۰ ـــ په هر چا باندې ډېر ژر قضاوت مه کوئ
په لېږدونکې (نقلیه) وسیله باندې تر سپرېدو وروسته، ښایي د نورو له خوا د بد چلند شاهد واوسئ، ښایي له تاسو سره اوږه ووهي او لاره مو ونیسي یا د موټر چلونې پرمهال مو لاس قید کړي، نباید د نورو له دې ناسمو چلندونو خواشینی شئ، ښایي هغه فرد حتا خپل ناسم چلند ته متوجه شوی هم نه وي، نو تاسو په خپل ژر او بېړني قضاوت سره، خپله ورځ خرابوئ.
۱۱ ـــ ښه چلند وکړئ او مثبته انرژي ولرئ
هر ځای ته چې ځئ، کومه انرژي، چې ورکوئ، نو ترلاسه به یې کړئ، له خپلو شاوخوا خلکو سره، چې کوم چلند کوئ، نو هماغه چلند به له تاسو سره وشي، نو هر ځای ته چې ځئ، مثبته انرژي ورکړئ، ترڅو مثبته انرژي ترلاسه کړئ.
۱۲ ـــ منظم واوسئ، ترڅو آرامتیا ته ورسېږئ
کله چې د ټولنیزو رسنیو، لکه فېسبوک، اینسټاګرام یا ټویټر د پیغام غږ مو غوږونو ته رسېږي، تمرکز مو له منځه ځي، نو د کار پرمهال مو موبایل یا ټبلېټ یوې خواته کېږدئ او د اړتیا پر وخت یې را واخلئ. نباید خپل ټول وخت په ځیرک ټیلیفون باندې بوختېدلو ته ځانګړی کړئ، بلکې د وخت مدیریت ولرئ، ترڅو په ډېره آرامتیا کې خپلې دندې ترسره کړئ.
۱۳ ـــ د خپلو شاوخوا خلکو نظر ته درنښت وکړئ
د هرو دوو کسانو ترمنځ د نظر اختلاف شتون لري او تل ښایي ستاسو او د کورنۍ یا دوستانو ترمنځ مو تضاد رامنځته شي، نباید تمه ولرئ، چې ټول له تاسو سره همغږي وي، خو اړینه ده، چې د هغوی نظر ته درنښت وکړئ.
۱۴ ـــ احساسات مو کنټرول کړئ، ترڅو د ژوند کنټرول مو ترلاسه کړئ
ښایي هره ورځ د بېلابېلو دلایلو له مخې غوسه شئ، خو په دې شرایطو کې د چلند ډول، ستاسو شخصیت ښکاره کوي، آیا له هغه چاسره، چې تاسو ته بې احترامي کوي، بد چلند به کوئ؟ که ونه شئ کولای، چې خپله غوسه کنټرول کړئ، نو له ورانونکو اغېزو سره به یې مخامخ شئ.
۱۵ ـــ په خپل بدن باندې پام وکړئ
د بدن جوړونې، یوګا او داسې نورو ورزشونو ترسره کول، د دې ښکارندویي کوي، چې له خپل بدن سره مینه لرئ، نو تر شونې بریده خپلې روغتیا ته ارزښت ورکړئ او په خپل ځان باندې پام وکړئ.
۱۶ ـــ د روغ ژوند د لرلو لپاره، خوشاله واوسئ
د ټولنیزو کارونو ترسره کول، لکه بهر تلل، له کورنۍ یا دوستانو سره خواړه خوړل، د صمیمیت د ډېرښت سبب ګرځي، نو د خپلې کورنۍ او دوستانو لپاره وخت په پام کې ونیسئ، هغوی تاسو هڅوي او په هر ډول شرایطو کې به بیا هم له تاسو سره مینه ولري.
۱۷ ـــ له غوره کلمو څخه ګټه واخلئ
کومې کلمې، چې په خوله راوړئ، ستاسو د افکارو ښکارندویي کوي، نو له خپلو خبرو سره پام کوئ، تاسو کولای شئ، په خپلو کلمو سره نورو ته هیله ورکړئ یا هغوی وځپئ، نو مخکې تر دې، چې کلمې په خوله راوړئ، ښه فکر وکړئ. دا ستاسو ټاکنه ده، کولای شئ مهربان یا غوسه ناک واوسئ.
۱۸ ـــ افکار مو ستاسو د شخصیت ښکارندویي کوي
تاسو خپله ورځ له خپلو افکارو سره تېروئ، منفي او ورانونکي افکار کولای شي، ژوند مو ویجاړ کړي، افکارو مو، د شاوخوا پېښو په اړه ستاسو غبرګون دی، نو له منفي افکارو څخه لیرې واوسئ، ترڅو خوشالي مو له منځه لاړه نه شي.
۱۹ ـــ مرستې ته اړمنو کسانو سره مرسته وکړئ
هر څوک په خپل ژوند کې ستونزې لري، چې ښایي نور ترې خبر نه وي، هغه کوچني کارونه، چې د بل چا لپاره یې ترسره کوئ، ستاسو په ژوند باندې ډېره زیاته اغېزه لري. مهربانه اوسېدل ستاسو په روح باندې اغېز ښندي. په مرسته کولو سره معنویت ته ورسېږئ او ژوند ته مو مانا ورکړئ.
۲۰ ـــ خپلو شاوخوا خلکو ته ښکاره کړئ، چې هغوی ته ارزښت ورکوئ او ورته درنښت لرئ
کورنۍ او دوستانو ته مو ښکاره کړئ، چې ورسره مینه لرئ، کله وخت باید خپله مینه په عمل کې ښکاره کړئ. ژوند د ویلو لپاره ډېر څه لري، خو له هغو څخه د درس اخیستلو لپاره باید خبر واوسئ.