ژباړه: ګلثوم محمدي
د وچې انځير له ځانگړتياوې څخه د قبضیت درملنه ده. اما دا خوندوره مېوه بدن ته ډېرې گټې لري. له موږ سره اوسئ تر څو د وچ انځير د گټې په اړه نور هم پوه شئ.
په دوديز طب کې وچ او تازه انځير گرم طبع لري او هغه کسان چې گرم طبع لري بايد په کارول يې محتاط واوسي. گرم مزاج خلک ښايي د انځير په کارولو سره ځینې حساسیتونه دوی سره پيدا وشي لکه، د پوستکي خارښت، د خولې او ستوني التهاب.
په دوديز طب کې د انځير گټې عبارت دې له:
دا مغذيي مواد د فايبر يوه غوره سرچينه ده، چې د کولمو حرکات پياوړي کوي او له قبضیت څخه مخنيوی کوي.
وچ انځير د انټي اکسيډان ځانگړتياوې لري، چې د التهاب په کمولو کې مرسته کوي او له معدې څخه ساتنه کوي.
انځير په ځانگړي توگه وچ انځير د ويټامينونو او مغذيي موادو لکه، پوټاشیم، کلسیم، مگنيزيم او اوسپنې څخه ډکې دي، چې د هاضمي سیستم د روغتيا لپاره گټور تمامېدای شي.
دا مېوې د التهاب ضد ځانگړتياوې لري او د هغو کسانو لپاره چې د معدې زخم لري گټور تمامېږي.
تاسو کولای شي وچ انځير په خپل غذايي رژيم کې ځای پر ځای کړي. ښه ده چې پوه شئ، چې په انځير کې د شکر يا قند کچه لوړه ده او هغه کسان چې د شکر يا ديابت ناروغۍ لري، بايد په کارول يې محتاط واوسي. که تاسو د وزن د کمولو په فکر يئ. وچ انځير هغه خواړه ده، چې تاسو کولای شي په خپل غذايي رژيم ځای پر ځای کړي. دا مېوې د فايبر يوه غوره سرچينه ده، چې تاسو ته د موړتيا (سیري) احساس وربښي او په دې ترتيب تاسو لږ کالوري ترلاسه کوي.
د وچ انځير گټې
د وچ انځير د ځانگړنو پېژندل د زړه د ناروغۍ خطر کمول، د سرطان مخنيوی، د وينې فشار کنټرول، د هاضمي سیستم ښه کول، قبضیت مخنيوی، د معدې زخمونه ښه کول او نور…
د رحم لپاره د وچ انځير ځانگړتياوې
دا مغذيي مواد د اوسپنې يوه غوره سرچينه ده. که تاسو د مياشتنۍ عادت پر مهال شديد خونريزي لري، غوره ده چې وچ انځير په خپل غذايي رژيم ځای پر ځای کړي؛ ځکه دا مغذيي مواد د وينې د کمښت څخه مخنيوی کوي. دا مېوې د التهاب ضد دی او په بدن کې د التهاب په کمولو په ځانگړي توگه رحم ته ډیرې گټې لري.
د امېندوارې ښځې لپاره د انځير گټې
په وچ انځير کې شته مغذيي مواد امېندوارو ښځو ته ډېرې گټې لري او دا يې په يوه گټور مواد بدل کړې ده. د امېندوارۍ پر مهال کې د انځیر له مهمو گټو څخه عبارت دي له:
ويټامينونه او معدني مواد: په انځير معدني مواد او ويټامينونه لکه، کلسیم، پوټاشیم، مگنيزيم، اوسپنه ويټامینA، K چې د ماشوم د ودې او ميندو د روغتيا لپاره خورا مهم دي.
د قبضيت مخنيوی: د امېندوارۍ پر مهال يوه عامه ستونزه قبضيت دی، چې ډېری مېرمنو په لومړيو مياشتو کې ورسره مخ کېږي. دا مېوه د مغذيي مواد په لرلو سره کولای شي د دې حالت په کنټرول کې مرسته وکړي.
د وينې د کمښت مخنيوی: دا مېوه د ښځو په وینه کې د هموگلوبین په جوړولو سره د امېندوارو ښځو د وینې د کمښت د درملنې په برخه کې ډېره گټوره ده.
د وينې فشار تنظيم: په انځير کې شته پوټاشيم د مايعاتو او د وينې فشار په تنظيم کې مرسته کوي.
د وچ انځير گټې نور غذايي موادو سره
تاسو کولای شئ وچ انځير له نورو غذايي موادو سره ترکيب او ترې گټه واخلئ.
. د وچ انځير ترکيب له زيتون غوړ سره بدن ته گټور تمامېږي. دا غوره ترکيب د هډوکو او غاښونو د پياوړتيا، د هډوکو د ورستېدو مخنيوی، د وزن کمول او همدارنگه د توخی لپاره هم گټور تمامېدای شي.
. د وچ انځير ترکيب له شيدو سره دا هم بدن ته ډېره گټه لري. انځير او شيدې دواړه له مغذي موادو لکه، کلسيم، پوټاشيم، مگنيزيم، ويټامين D، ويټامین B څخه ډکې دي. چې د هډوکو او غاښونو لپاره گټور تمامېدای شي. انځير د انټي اکسیډان ځانگړتياوې لري او شيدې هم ويټامين D لري، دواړه د بدن د ايمني سیستم د پياوړې کېدو لامل کېږي.