له پخوانيو وختونو راهيسې، شلغم (ټېپر) د طبیعي درمل په توگه د ډېرو ناروغيو د درملنې لپاره کارول شوی. دوديز ډاکټران له شلغم څخه د توخی، زکام او د هاضمي سیستم د دردونو په درملنه کې ترې گټه اخيستل. اما ايا دا بوټی يوازې دوديز درمل دی؟
په دې روغتيايي ليکنه کې تاسو به د شلغم( ټېپر) په اړه بشپړه معلومات ترلاسه کولای شئ.
شلغم د ويټامينونو، معدني مواد او فايبر په لرلو سره له گټورو خوراکې موادو څخه شمېرل کېږي. مطالعات ثابته کړي ده، چې شلغم د ځينو ناروغيو په درملنه کې لکه د زړه ناروغۍ، د هاضمي سیستم دردونه، تنفسي ستونزو او د ځينو سرطانونو په درملنه کې ترې گټه اخیستل کېږي. شلغم د التهاب ضد او د انټي اکسيډان ځانگړتياوې لري چې د پوستکي د روغتيا لپاره گټور تمامېږي.
د شلغم د ځانگړنو پېژندل د هضم ښه کول، د وزن کمول، د زړه ناروغۍ کمول، د سرطان مخنيوی، د پروستات سرطان پېښې کمول، د پوستکي روغتيا، د وينې شکر کمول، د هډوکو پياوړتيا، د زکام ښه کول او درملنه او د بدن دفاعي سیستم پياوړې کول.
زکام لپاره د شلغم گټې
شلغم د زکام لپاره دوديز، اغېز ناکه کورنۍ درمل دی. چې د باکتريا او التهاب ضد ځانگړتياوې کولای شي د زکام نښې لکه توخی، د پوزې بندېدل( گرفتگي بیني) او د ستوني درد په کمولو کې مرسته وکړي. په شلغم کې شته ويټامين C د بدن د فاعي سیستم پياوړې کوي او بدن ته دا وړتيا ورکوي، چې ويروسونو سره مبارزه وکړي.
د زړه د روغتيا لپاره د شلغم گټې
په شلغم کې شته پوټاشيم په بدن کې د وینې فشار تنظیموي او د زړه سیستم عمومي روغتیا لپاره گټور دی. شلغم د فايبر يوه غوره سرچينه ده، چې د وينې شکر په کنټرول کې مرسته کوي؛ نو په غذايي رژیم کې د شلغم اضافه کول د سالم زړه درلودلو لپاره يو ګټور گام دی.
د معدې لپاره د شلغم گټې
شلغم د هاضمي سیستم لپاره خورا گټور مواد دی. په شلغم کې شته فايبر د غذا د ښې هضم او د قبضیت په ښه کولو کې مرسته کوي. همدارنگه شلغم د التهاب ضد دی، چې د معدې او کولمو د التهاب په ښه کولو کې گټور تمامېدای شي. سربېره پر دې شلغم د ډېرو اوبو په لرلو سره د بدن په تازه ساتلو کې او د هاضمي سیستم په ښه کولو کې مرسته کوي. د شلغم کارول په منظمه ډول کولای شي د معدې او هاضمي سیستم لپاره گټور تمام وشي.
د پښتورگو لپاره د شلغم گټې
شلغم بدن ته ډېرې گټې لري. شلغم د لږو پوټاشیم او لوړ فايبر په لرلو سره مناسب انتخاب د هغو کسانو لپاره دي چې د پښتورگو ناروغۍ لري. شلغم د ويټامين C او انټي اکسيډان ځانگړتياوې لري چې د بدن د ایمني سیستم د پياوړتيا او د التهاب په کمولو کې مرسته کوي.
د امېندوارۍ پرمهال جنين ته د شلغم گټې
شلغم د اړتيا وړ ويټامينونو او مغذيي موادو لکه فولاټ، اوسپنې، ويټامين C او فايبر په لرلو سره د جنين د ودې لپاره خورا مهم مواد دي. فولاټ په جنين کې د عصبي ناروغيو څخه مخنيوی کوي. اوسپنې د وينې د سرو حجرو توليد او جنين ته د اکسیجن د لېږد لپاره اړينه ده. همدارنگه ويټامين C د مور او ماشوم د بدن د ايمني سيستم د پياوړتيا لامل کېږي. په ټوله کې ويلای شو د شلغم کارول د امېندوارۍ پر مهال د جنين د ودې او د مور د ايمني سیستم د پياوړتيا لامل کېږي.