یوه سړي په یوه نندارتون کې ګلدانۍ پلورلې، یوه ښځه ور نږدې شوه او د هغه توکي یې وارزول، ځینې یې دومره ښکلي نه وو، خو ځینې نور یې په ډېر ښکلي ډول جوړ شوي وو. ښځې د ګلدانیو د بیې پوښتنه وکړه، پوه شوه، چې د ټولو بیه یوه ده، نو ډېره حیرانه شوه، وې پوښتل: ولې نقش لرونکې او ساده ګلدانۍ په یوه بیه دي؟ د هغو ګلدانیو لپاره چې ډېر زحمت دې پرې ایستلی او ډېر وخت دې پرې ضایع شوی، ولې د هماغو ساده ګلدانیو پیسې اخلې؟
پلورونکي ځواب ورکړ: زه هنر مند یم، د هغو ګلدانیو پیسې اخلم، کومې چې جوړې کړې مې دي، ښکلا وړیا ده.