صنعت او سوداګرۍ وزارت د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د تازه مېوې د صادرولو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت مسوولینو ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد د تازه مېوې دا صادرات ۶۶ میلیونه کیلو ګرامه شوي، او تر ډېره پکې انګور، زردالو، مڼې، انځر، الو او توتان شامل دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي چې په دې موده کې له هېوادونو سره تر پنځه میلیارد ډالرو زیاته راکړه ورکړه شوې، چې په دې کې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه یې یوازې صادرات دي.
په ورته وخت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې سږ کال په هېواد کې د تازه مېوې حاصلات له ۵ تر ۲۰ سلنې زیات شوي دي.
بلخوا یو شمېر هېوادوالو او سوداګرو د تازه مېوې لپاره له هېواده بهر د بازار پر پیدا کېدو ټینګار کړی او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې ‘د تازه مېوې د صادراتو اړتیا ته په کتو دې’ بهرني بازارونه پیدا کړي.