د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې د ۷۷،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۳۵ ټنه زعفران او هینګ صادر کړي دي.
ګلوبل ټایمز ورځپاڼې پرون ( شنبې، د میزان ۲۸مه) د دغه وزارت د ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده له قوله لیکلي، چې دا صادرات په عمده توګه د چین، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، هسپانیا، جرمني، ازبکستان، ایران، اندونیزیا او د متحده ایالاتو بازارونو ته شوي دي.
دوی ویلي چې افغانستان د ۲۰،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۸۰ ټنه زعفران نورو هېوادونو ته هم صادر کړي دي.
د جواد په وینا چې د افغانستان زعفران هند، هسپانیا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، فرانسې، جرمني، بریتانیا او همداراز هینګ بیا ازبکستان، امریکا، متحده عربي اماراتو، ایران او هند ته صادر شوي دي.
د افغانستان زعفران د خپل شهرت له امله په ټوله نړۍ کې پېژندل کېږي، او د بلجیم یو نړیوال انسټیټیوټ د نهم ځل لپاره د افغانستان زعفرانو ته د غوره زعفرانو لقب ورکړی دی.