لیکوال: عبیدالله حسام
که د خوښیو او نېکمرغۍ دروازې دې پر مخ وتړل شي، ګڼې نورې پرانیستل کېږي.
کله چې ستا پر مخ د ځمکې دروازې وتړل شوې، پام دې وي، الله تعالی رته د آسمان دروازې پرانیزي. دا د دې لپاره چې الله تعالی ته رجوع وکړې، ځکه کېدای شي ستا او د خالق ترمنځ دې فاصله پيدا شوې وي او پروردګار دې غواړي ستا غږ واوري او تا بېرته خپل لوري ورتلو ته اړ کړي.
که تا له ستونزو الله تعالی ته پناه ور وړه، هغه به ستا ضعف په قوت، فقر په مالدارۍ، ډار په ډاډ بدل او ټولې ستونزې به دې حل کړي.
دا کار یوازې او یوازې الله تعالی کولای شي.
نامتو شاعر، رحمان بابا څومره ښه ویلي:
که دې تمه د بنده له دره پرې کړه
پادشاهي دې مبارک شه که ګدا یې























































